افغانستان

اندرابي؛ د امریکا له لوري د افغان ځواکونو د بودیجې ګرځول «بده اغېزه» نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر «مسعود اندرابي» وايي؛ د امریکا له لوري د افغانستان د دولتي ځواکونو  بودیجه ګرځول په امنیتي سکتور ناوړه اغېزه ونه لري.

طلوع نیوز د اندرابي له خولې لیکي چې « د امریکا له لوري د افغان ځواکونو لپاره بېله شوې بودیجه ګرځول په امنیت او ددې هیواد په حالاتو منفي اغېزه نه لري، دا د امریکا د کورنۍ پالیسي برخه ده چې؛ خپله بودیجه چېرې او په څه ډول مصرف کړي».

اندرابي زیاتوي « د امریکا متحده ایالات په هر حالت کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په بشپړ ډول همکار دي او دا همکاري به همداسې دوام ومومي».

په ورته وخت کې؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «ډېویډ بټلر» وايي؛ د امریکا له لوري د افغان ځواکونو د بودیجې ګرځول په افغانستان کې د فوځیانو د مصارفو د راکمولو د پروګرام یوه برخه ده خو؛ امریکايي او ناټو ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.

یاده دې وي چې؛ پورته غبرګونونه وروسته تر هغه راپورته شول چې؛ تېره ورځ امریکايي ورځپاڼو د لوړپوړو امنیتي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې؛  پنټاګون قصد لري د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه له مکسیکو سره په سرحد باندې د دېوال جوړولو لپاره وکاروي.

په ورته وخت کې؛ د امنیتي چارو شنونکو څرګنده کړه چې؛ د امریکا له مالي ملاتړ پرته حکومت د طالبانو په وړاندې د ټینګې نه دی او که چېرې دا مالي ملاتړ صفر ته راکښته شي؛ ګډ حکومت به سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

کاش يې د ملي اردو ځواکونه د ديوال د جوړولو لپاره هلته بيولي وای،

ياسر

اوس به نو عسكر جان په خالي خیټه جنګیژې

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x