
مسلمیار: شپنیو عملیاتو کې 90 سلنه مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي، د دولتي او ائتلافي ځواکونو له لوري په شپنیو عملیاتو کې ۹۰٪سلنه زیان ملکي وګړو ته رسیږي.
د آوا خبري آژانس، د راپور له مخي پرون یکشنبه د ثور۲۲مه، د سنا جرګې په غونډه کې د دغي جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا په شپنیو عملیاتو کې په سلګونو ځله داسي تېروتني کړي چې زیان يې ټول ملکي وګړو ته رسیدلی.
نوموړي، هغي پیښې ته په اشارې چې دوې ورځي وړاندي د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې؛ ویلي، کوم عملیات چې صفردو قطعي ترسره کړي؛ د لیسې او ښوونځي ۴ تنه استاذان یې وژلي، په وینا یې هیڅ وسلوال دلته موجود نه و او نه څوک په نښه شوی.
مسلمیار ویلي، حکومت او ائتلافي ځواکونه باید د هدفي او شپنیو عملیاتو په نامه نور دا بې دفاع ولسي وګړي په نښه نکړي.
بل خوا د سنا جرګې مرستیال محمدعالم ایزدیار هم په یاده غونډه کې د ملکي تلفاتو زیاتیدل د دولت په تاوان بللي او زیاته کړې یې ده چې دا کار د ملت او دولت ترمنځ د فاصلې د لا زیاتیدا سبب کیږي.
راپور زیاتوي چې په یاده غونډه کې د مشرانو د جرګې یو بل غړي زلمي زابلي وویل: د تعجب ځای دا دی چې امنیتي ځواکونه پرځای د دي چې د ملکي وژنو پرغلطي باندي پښیماني څرګنده کړي او بښنه وغواړي؛ دوی برعکس پر همغو ولسي قربانیانو باندي ډول ډول تورونه هم لګوي.
زابلي زیاته کړي، دا شپني عملیات چې تراوسه یې هیڅ لاس ته راوړنه هم نه ده لرلې؛ پکار ده چې ژر ترژره دا عملیات بند شي. نوموړي د امنیتي چارواکو د استحضار جدي غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې د امنیتي ادارو مسئولین باید ټول ژر تر ژره استجواب شي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو د بهرنیو هغو په ملتیا د وسلوالو مخالفینو د ځپلو په نوم، شپنیو چاپو او ړندو بمباریو ته زور ورکړی، خو نه یوازي دا چې د وسلوالو مخالفینو په کمزوري کولو کې کوم اغیز نه دی لرلی، بلکي ټول تلفات، ځانی او مالي زیان یې یوازي ملکي وګړو ته رسیږي. چې ورستۍ پیښه یې د ننګرهار د چپرهار هغه وه چې د لیسي او ښوونځي د ۴ استاذانو په ګډون یې شپږ ملکي کسان پکي ووژل شول.