ایا په افغانستان کې د سولې خبرې به له پیل مخکې له ناکامۍ سره مخ شي؟

کای ای ډي: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی

د کای ایډي د مقالې پښتو ژباړه

ایا د افغانستان د سولې بهیر وار له مخه له جدي ستونزې سره مخ دی؟  په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي- چې یو ښه کار دی. سولې او پخلاینې ته ځانګړې شوې لویه جرګه جوړه شوه خو ډیرو مخورو سیاسیونو تحریم کړه. په مسکو کې هم د افغان سیاسیونو یوې ډلې د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل په موخه غونډه وکړه خو د دې ډول خبرو اترو د دوام هڅې هغه وخت له ستونزې سره مخامخ شوې کله چې کابل د ۲۵۰ کسانو یو نه باوریدونکی نوملړ وړاندې کړ. دا چې د دې ناکامۍ مسؤلیت د چا په غاړه دی، زه یې په اړه قضاوت کول نه غواړم.

حقیقت دا دی چې لا تر اوسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې نه دي پیل شوې او نهه میاشتې کیږي چې امریکايي لوری له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو په سر مذاکرات پیل کړي دي. د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیل لامل یوازې دا نه دی چې طالبان لا تراوسه افغان حکومت د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني. دا دومره ساده هم نه ده. که چیرې له طالبانو دا تمه ولرو چې ناڅاپي دې هغه حکومت چې له ۱۸ کلونو راهیسې ورسره په جګړه کې ښکیل دی په رسمیت وپيژني، دا به ډیره غیر واقع بینانه وي.

اوسنی په ټپه ولاړ حالت له دې امله هم رامنځته شوی دی چې افغان سیاسي لوری په دې نه دی توانیدلی چې یو حقیقي مذاکراتي ټیم جوړ کړي چې په ټولیزه توګه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي. د ۲۵۰ کسانو د یو نوملړ وړاندې کول چې په دوحه کې له طالبانو سره کتنه ولري، د ستونزې اساسي اړخ را برسیره کوي. له بله پلوه د ولسمشرۍ را روانې ټاکنې ستونزه نوره هم پیچلې کوي او له ننګوونو سره یې مخامخ کړې ده. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د سولې بهیر د راتلونکو ټاکنو قرباني کیږي. که چیرې افغان سیاستوال دواړه بهیرونو ته په جلا نظر ونه ګوري، د سولې بهیر به له پیلیدو مخکې له بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي.

نو بیا د حل لاره څه ده؟ زما په اند دوه بنسټیز خنډونه مهم دي چې باید له منځه یوړل شي.

تر ټولو لومړی، افغان حکومت باید نور دوحې ته د یو حکومتي پلاوی پر استولو ټینګار ونکړي. ولسمشر غني کولای شي یو شمیر د اعتماد وړ کسان طالبانو سره د خبرو لپاره وټاکي، خو په پلاوي کې باید داسې کسان شتون ولري چې په ښه توګه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي.

دویم، نور ټول لوري باید دا خبره ومني چې که په مذاکراتو کې ټول شاملیدل وغواړي نو واقعي مذاکرات ترسره کول به ناممکن شي. سترې غونډې لکه د مسکو ناسته، د بحث او خبرو اترو لپاره ګټورې دي خو که واقعي مذاکرات ترسره کیږي نو بیا کوچني مذاکراتي پلاوي جوړول اړین دي.

پورته خبرو ته په کتو سره پایله دا شوه د اساسي مذاکراتو د پیل لپاره واقعیت پالنه او نظم یا ډسپلین ډیر مهم دي. پرته له دغه ډول واقعیت پالنې او ډسپلین څخه به هیڅکله د سولې واقعي بهیر شتون ونلري. بدترین حالت به هغه مهال رامنځته شي چې نړیواله ټولنه نوره د ستړتیا احساس وکړي او له افغان کشالې پښې وباسي.

زما په اند، په کابل کې ټول سیاسي اړخونه باید هڅه وکړي  چې د یو څو کسانو پر کوچني ټیم چې ۱۰-۱۵ کسان وي سره سلا شي. زه پر کسانو ځکه ټینګار کوم چې باید داسې وانګیرل شي چې دوی د یوې ډلې یا لوري استازولي هم نه کوي، بلکې د افغان ټولنې استازي دی. د بیلګې په توګه، په پلاوې کې باید د ښځو با مفهومه ګډون ته چې د خپلو اړوندو ادارو لخوا پیژندل شوي وي،  هم پام وشي.

طالبان نه شي کولای دغه ډول پلاوي سره له کتلو مخ واړوي- په داسې حالت کې چې دغه پلاوی په مستقیمه توګه له حکومت او یا کوم بل سیاسي لوري څخه استازولي ونکړي. څرګنده خبره ده چې د پلاوي هرغړی به یوې ادارې یا یو کس ته مسؤلیت لري او راپور به ورکوي. خو دا بیا د طالبانو پورې اړه نلري چې نوموړي کسان چاته مسؤلیت لري او د چا پورې اړه لري.

هیله لرم چې دغه ډول واقعیت پالونکی چلند به مرسته وکړي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د چمتووالي بهیر پیل شي.

زه موافق یم چې باید د ټولو خواوو حضور یقیني شي. خو دا موخه هغه مهال ترلاسه کیدای شي چې د راپور ورکوونې او همغږۍ منظم میکانیزم رامنځته شي.

سربیره پر دې، زه پر دې عقیده یم چې د سولې د بهیر لپاره د یو نړیوال استازي ټاکنه هم ډیره اړینه ده. که چیرې دغه ډول استازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وټاکل شي نو بهتره به وي. د متحده آیالاتو مذاکره کوونکی، زلمی خلیلزاد نه شي کولای دغه رول ولوبوي. هغه د منازعې د یو اړخ استازولي کوي او هیڅکله بې طرفه نشي پاتې کیدای. د نوموړي نړیوال استازی رول به د هرې ناستې آسانچاري ترسره کول، د اجنډا جوړول او د پریکړو راټولول او ورڅخه پایله اخیستل وي. سربیره پر دې، د ورته بهیر په دوران کې به داسې حالات هم رامنځته شي چې پرته له شکه به خبرې له ماتیدو او په ټپه ولاړ حالات سره مخامخ شي. آسانچاری به بیا مرسته وکړي چې د دغه ډول خنډونو مخه ونیول شي او پرې بری حاصل شي.

څرګنده خبره ده چې دغه ډول نړیوال استازی باید داسې څوک وي چې ټول اړخونه ورباندې باور ولري او ټولو ته د منلو وړ وي. او دا هم مهمه ده چې دغه ډول نړیوال استازی باید طرفینو سره پیژندګلوي ولري او د افغانستان له موضوعاتو څخه پوره باخبره وي. وخت ډیر کم دی او د نوي کس ټاکل به پکې ممکن نه وي او ملګري ملتونه به هم و نه شي کړای چې د داسې یو شخصیت په لټه کې شي چې د ځانګړي هیواد تابعیت ولري او یا د کومې ځانګړې ادارې پورې اړه ولري. دا د تجربو وخت نه دی.

زما په اند، ډیره جدي ننګوونه د تشریفاتو او رسمیاتو او یا  د وړ استازي نه موندل، نه ده، بلکې اساسي ننګونه د افغان ټولنې پورې اړه لري. آیا دا به ممکنه وي چې پر یو کوچني مذاکراتي پلاوي سره سلا شي او واقعي مذاکرات ترسره شي؟ اوسمهال زه دومره خوشبینه نه یم. خو بله چاره همه نشته، که ټولې خواوې غواړي افغان جګړه پای ته ورسیږي او افغانانو ته یو سوله ییزه او هوسا ژوند برابر کړي، باید د غه ډول موافقه رامنځته شي.

  • کای آيډې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و

تبصرې (3)

  • د ښاغلی کای ایډی دليكني نه دا څرګندیژې چه د كابل بي واكه حكمرانان د سولي كلك مخالف دي،
    او بل دا چه هغه يوه مهمه اشاره هغه چاته کړیده چه د راتلونكي دوري په سو چونو كي ډوب دي او کوښښ كوي چه د سولي مخه ډب کړې ولو كه هر څه پیښ شي او خپلي ناروا افغان وژني ته ايدامه ورکړې ،
    چه خالد او مالك دا دوه جنايتكاران يي ښی بیلګی دي،
    بله دا چه د دوحي د بين الافغاني غونډی لغوه كول يي يوه لويه ضايع بللي ده او د 250 كسانو نوملړ يي يو غير عاقلانه عمل بللي دي،
    نتيجه يي دا ده چه غني اول د خپلو 45000 زرو عسكرو په وژنه ندي موړ شوي اوس نو نوبت د بيگناه ښځو او ماشو مانو مدرس او مسجدونو ړنګول دي.

  • جوړ په خیر.
    د کای ایډی یو مهم ټکی هیر شوی دی.هغه دا چه دا جګړه د څلویښتو کالو څخه را پدېخوا بهرنی جاسوسی کړی په مخ وړی.او د سوون توکی یی افغان ولس دی.
    د جګړی سړولو بټن د پاکستان او امریکا په لاس کی دی،

  • نیکی هیلی.
    سوله نه پاکستان غواړی او نه امریکا.دا جنګ امریکا او پاکستان په مخ وړی.
    پاکستان چه طالیبانو ته ووایی چه سوله به کوی .او امریکا چه دولت ته ووایی چه ورک شه...نور یو ډالر هم نه درکوم،
    او پاکستان چه طالیب ته ووایی چه. ووځه د پاکستان له خاوری څخه.یوه پیسه هم نه درکوم.ورځه سوله وکړه.نو بیا سوله کیږی.
    قطر .دوحه.مسکو،دا هسی خبری دی،
    سوله د خلیلزاد او ستانکزی کار نه دی.سوله د ټرمپ .او د ایی ایس ایی کار دی،هسی عبث چکری مه وهی.