ممبۍ لوبډلې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د هند غوره لیګ پایلوبه کې ممبۍ انډینز لوبډلې د چینایي سوپر کینګز لوبډلې ته له زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته په ماتې ورکولو د هند غوره لیګ دولسم پړاو اتلولي وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ زړه بوږنونکې حالت ته رسیدلې وه چې په وروستي اور کې لاست ملینګا د ۹ منډو کامیابه دفاع وکړه، په وروستي توپ ۲ منډو ته اړتیا وه خو ملینګا ویکټ وسوځوله او د یوې منډې په توپیر یې بریا خپله کړه.
د ممبۍ او چینایي ترمنځ په حیدراباد کې ترسره شوې پایلوبه کې لومړی د ممبۍ لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۱۵۰ منډې هدف وټاکه، ددوی لخوا کیرن پولارډ زیاتې ۴۱ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د چینایي لوبډلې غوره پېل وکړ خو له شین واټسن پرته هیڅ لوبغاړی ونه توانېد ښه توپوهنه وکړي، ددوی لخوا شین واټسن ۸۰ منډې جوړې کړې خو په وروستۍ شېبو کې په منډه اخیستلو کې وسوځېد او ددوی د ماتې لامل شو.
د ممبۍ لوبډله وتوانېده چې د روهیټ شرما په مشرۍ په څلورم وار د هند غوره لیګ اتلولي وګټي، تېر کال د یاد لیګ اتلولي د چینایي لوبډلې په خپل نوم کړې وه.
د هند غوره لیګ په یادو سیالیو کې ډیویډ ورانر د نارنجي خولۍ ګټونکی شو چې تر ټولو زیاتې (۶۹۲) منډې یې جوړې کړې، همدا ډول عمران طاهر چې تر ټولو زیاتې (۲۶) ویکټې یې واخیستې د سمندي خولۍ ګټونکی شو، جاسپریټ بومرا د یادې لوبې او انډري رسل د یاد لیګ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادونې ده چې په یاد لیګ کې درې افغان لوبغاړو هم خپله غوره کارکردګي ترسره کړه، چې راشد خان ۱۷، محمد نبي ۸ او مجیب الرحمن چې تر ټولو کمې سیالۍ یې ولوبولې ۳ ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د