افغانستان

عبدالله عبدالله: د سولې لپاره هیڅ ګام ندی اخستل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس «عبدالله عبدالله» د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ وروستیو خونړیو نښتو ته په اشارې وايي؛ جګړه لا هم دوام لري خو؛ د سولې لپاره هیڅ ګام ندی اخستل شوی.

عبدالله عبدالله چې؛ د وزیرانو شورا ناستې ته یې خبرې کولې وویل « موږ د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه درلوده خو؛ جګړه لا هم دوام لري او په دې برخه کې هیڅ توافق نه دی شوی».

عبدالله وړاندې زیاتوي « طالبان لا هم په جګړه ټینګار کوي خو د سولې لپاره تر اوسه لومړني ګامونه لا ندي اخستل شوی».

یاده دې وي چې؛ عبدالله عبدالله داسې مهال طالبان د جګړې په تېزولو تورنوی چې؛ طالبانو د ګډ حکومت له لوري د رابلل شوې مشورتي لویې جرګې د اوربند وړاندیز رد کړ او یاده جرګه یې معیوبه او د حکومت د مشرد واک غځولو هڅه وبلله او څرګنده یې کړه چې د روژې په میاشت کې «جهاد» د بل هر وخت په پرتله زیات فضیلیت لري.

بل لور ته؛ عبدالله عبدالله داسې وخت د سولې په برخه کې کېدونکې هڅې کمرنګه بولي چې؛ تازه د طالب او امریکايي استازو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات د دواړو لورو له قوله له «پرمختګونو» سره مل پای ته ورسېدل او د واړو لورو ادعا وکړه چې؛ مذاکرات مثبت لور ته روان دي او د نظر اختلاف تر ډېره پکې کم شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

قاتل ، جاسوس او غل ډبل عبدالله سره دده هم مسلکه ملګری شورای نظاراو نوره قاتلان ارزو نلری او هم نه غواړی چی په افغانستان کښي صلحه راشی حتی کوشش کوی چی په افغانستان کښي دوامداره جګړه موجوده وی ! دا خبیث د جان کیری په مټو ۵۰ فیصدی دوهم رئيس جمهور شوۍ دی او ملت پر دوی ټولو لعنت وائي دا چی ملت ئي ګروګان کړۍ دی او د فوق العاده غربت سره مخامخ دی او خارج کښي افغانان د افغانستان تباهی یوازی په تبصرو نوشته کولو باندی خلاصه کوی نو دی قاتلانو ته د ملت تباهی بزکشی لوبی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x