مور ته ډالۍ

چنار ټکور

یوې فقـــیرې او بوډۍ په خدای سپارلـی یمه
ځکه ډاډه یمه مـورکۍ په خدای سپارلی یمه

که په تیارو کې ځمـــــه هم ډاډه ډاډه روان یم
زه داسمان سپینې سپوږمۍ په خدای سپارلی یمه

د دعاتوري مې کړي خدای ته مې پلو کې نیسي
هغې ملنګې لېــونۍ په خدای سپارلــی یمـــــه

بوډۍ مورکۍ دې خدای تر ډېره راته روغه لري
زه یې له هـرې بدبختۍ په خدای سپارلـی یمه

له مــانه پاکې دعـاګاني لکــه زغـــــرې تاو دي
د عــرفات پاکي غونډۍ په خدای سپارلی یمه

دا چې دجنګ او د جګړو وطن کې روغ ګرځمه
د لوړو غرو ساده کوچۍ په خدای سپارلی یمه

“ټکور” دې وه مــــــورې د میني پوروړی یمــــه
تل دې په اوښکه اوسلګۍ په خدای سپارلی یمه