یوناما په فراه او نیمروز کې د هوايي بریدونو په اړه څېړنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): یوناما وايي نیمروز او فراه ولایتونو کې د پراخو هوايي بریدونو چې په ترڅ کې يې درانه ملکي تلفات اوښتي اړوند څېړنې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د روژې په میاشت کې ملکي تلفات د غندنې وړ دي او باید د جګړې اړخونه ورته جدي پام وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې شپږ تنه ملکي وګړي چې د روژې له امله يې په شپه کې خټې کولې د ګډو ځواکونو په بریدونو کې ووژل شول.

د ځايي سرچینو په وینا په وژل شویو کې چې شپږ واړه يې کارګر و، درې تنه یوازې د یوې کورنۍ و.

د یوناما خبرپاڼه د خپل مشر تدامیچی یاماموتو له قوله وايي، چې تېره اوونۍ کابل کې پر کاونټر پارټ برید کې هم شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې د توجیه وړ نه دي.

په فراه او نیمروز کې د پراخو هوايي بریدونو په پایله کې د ځايي دولتي سرچینو په قول لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د فراه د بکوا ولسوالۍ ولسوال عبدالغفور مجاهد وايي، په اشکین او چربک سیمو کې د غويی میاشتې پر ۱۶مه هوايي بریدونو شاوخوا ۵۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

حکومتي سرچینو دعوه وکړه چې د بهرنیو دوستانو په ملتیا يې د مخدره توکو فابریکې له منځه وړې دي.

یاده دې وي تېره ورځ هم د مشرانو جرګې په غونډه کې د دې جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار ومنله چې په شپنیو عملیاتو کې ۹۰ سلنه مرګ‌ژوبله ملکي وګړو ته اوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د