
نوماندان: د جوزا له لومړۍ باید سرپرست حکومت کار پیل کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، یوازې اته ورځې وروسته باید چارې د سرپرست حکومت له لوري اداره شي او د روان حکومت موده پای ته رسېږي.
دا شورا چې له ۱۸ نوماندانو څخه ۱۱ يې غړیتوب لري، د یوې طرحې په وړاندې کولو سره وايي، که اشرف غني تر نوماندۍ تېرېږي، نو د بل ولسشمر تر ټاکل کېدو پورې يې سرپرستي ورته د منلو ده.
د دې نوماندانو په غبرګون کې د ارګ د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي وايي، چې دوی باید اساسي قانون «دقیق مطالعه کړي.»
د اساسي قانون له مخې د یوې منتخبې دورې موده پنځه کاله وروسته د غبرګولې پر لومړۍ پای ته رسېږي او د دې نېټې تر را رسېدو ۳۰ یا هم ۶۰ ورځې وړاندې باید ټاکنې ترسره او نوی ولسمشر وټاکل شي.
اشرف غني چې له واک سره په سخته مینه تورن دی، څه موده وړاندې پر دې ډاډ تر لاس کړ چې سترې محکمې يې د واک د غځېدو اطمنان ورکړ، خو حقوقي کارپوهان د اساسي قانون دا ډول تفسیر د سترې محکمې صلاحیت نه بولي.
په ورته وخت کې امریکا هم پر شفافو ټاکنو ټینګار کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز له اشرف غني سره غږېدلی او ټاکل شوې نن د ټاکنیزو کمیسیونونو له کميشنرانو سره هم وویني.