استازی ولس

اسدالله رزين

څلویښت کاله کیږي چې افغان ولس د ابتلاء په بټیو کې اوسیږي او پخیږي. د ژوند هر اړخ یی د ستونزو او ناخوالو ګویا ، رښتینی او سترګو لیدلی ژوندی داستان دی.

د یوه ولس په توګه د غربي بربریت له چولاؤنو د را وتو هڅې کوي. د ناورینونو کوربه او تری د وتو دروازه ه. د ستومانې خولې یی چا په مخ و نه لیدې ، د پشیماني او شاته تګ ګواه یی نشته ، د غیرت چیغه یی پشیمانه او شکلې توره یی کراره نه سوه، هوډمن پاته سو. او په هیلو یی د دکانداري خیال دماغ ته لار نه کړه پیدا.

د میړني ولس هیلې سوچه ، هیله منې او نړیوالې دي. د مقاومت او ټیکاو لامل یی هیلې دي. او دا چې د ازموینو په هرپړاو کې بریاؤ و نازاؤ او ښه راغلو په غیږ کې ونیو، ددی راز هم د هیلو تقدس دی.

میړنی ولس هیلو ته دومره امین او وفادار پاته سو چې معاصر تاریخ یی پخپلو پاڼو کې بیلګه نشي موندلای.

دغه زړور ولس کړاؤنه ګا لل او مخ په وړاندي یی ګامونه اخستل، هیلو ته د ور رسیدو ولولو یی مټي ور کشیکشلي او ناز یی پری کاؤ.

موخن ولس هیلو ته د ور رسیدو په او.ږده مزله کې د سرشندنو په دارنګه جذبه ودان ؤ چې انسانیت شاباسي ورکول او د هیلو شریکانو یی د ویاړ شکرانې ویشلې.

پت پال ولس د کومې قومي، ملي، او مالي داعیی لپاره د ابتلاء بټۍ نه وه غوره کړې، د سرداري او باداري نشې نه ؤ را ولاړ کړی، ښکیلاکي غوښتنو نه ؤ را په پښو کړی، عیش او مستي په مخ نه ؤ اخستی، د انسان خوړلو او مریی توب تصور یی هم د هیلو په قاموس کې نه ؤ، بلکې د هیلو په قاموس کې یی د مریی توب د کفري فرهنګ له منځه وړل ؤ، دا ولس پت پال، تقوادار او حیادار ولس ده. داعیه یی هم انسانیت ، تقوی او حیاده

زموږ ولس هیلو ته د چوپړ په مزله کې ډیرې ویاړنې ولرلې چې یوه له هغود اسلامي لوی امت چې نن سبا د غربي کفر د تزویر د جل او بل په لومو کې تپ دی. ان تر دی چې به حرمینو قابض ولیعهد(سمیه الخشاب) نومې مصرۍ ډمه چې په لوڅ رقص او سندرو نومیالۍ ده د (ختم الرسول) په مدال نازوي، اسلام غواړي او اسلام پال شخصیتونه د سعودي په زندانو کې د تورو تمبو شا ته ځوریږي او د نبي په سپیڅلي حرم کې یهو د د شوخي او مستي عکسونه سره اخلي. د استازي توب ویاړدی.
د امت د هیلو سترګې دوی ته ور کږئ دي.

په نبي کریم (ص) ګران امت د یاد ولس د ازمویښتونو څلویښت کلنه موده لیدلې او اوریدلې ده.، لیدل یی چې غلیم پیره بدلې هم کوله ، د اشرباڼو کمی یی هم نه ؤ، زموږ په نړۍ کې مزدورانو یی هم د غلامي آب او نمک نه هیراؤ ، په سر او مال یی د کافر بادار په بندګي کې د اطاعت تند ي لګول. د مؤمنو ولسوپښې به یی ورته نیولې، د شیطانت اوجاسوسي هر لعنت یی په سر او سترګو مانه او صلیبي بادار یی نه خپه کاؤ. نازو لی امت خبر ؤ چې زموږ له مجاهد ولسه دارنګه کمی او خطا نه ده پیښه سوې چې هیلې یی زیانمنې کړې وي. تدبیري تیروتنې به خامخا منځ ته راغلې وي، کله تلواره ، کله ځنډ به هم تر سترګوسوی وي، خو اصالتونو ته درناوی یی کله هم له یاده نه دی وتلی.

د قرباني جذبه د ټول امت شریکه جذبه ده ، خو د ابتلاء په بټۍ کې د پاخه ولس جذبه بلکل عبیده بن جراح او سعد بن وقاص(ض عنهما) سترګوته دروي.

زموږ د ولس جذبه د فتحو او هیوادونو لاندي کولو په نشه کې نه ده نشه. زموږ جذبه د پیغام لرلو او پیغام لیږد ولو جذبه ده، په پولو کې نه را ایساریږي ، ځنډ او خنډ نه پیژني ، چیرته هم چې انسان وي هلته ځان ور رسوي.

هالنډ او نیوزیلند ته ځي ، د ګوانتی نامو تر جالیو په آساني ور اوړي. زموږ جذبه تر وهم ، ترور، د ښپې تر چاپو او ړندو بمباردونو
ډیره لوړه ده.

شهادتونه ، ځولنې ، ځورونې، لوږې، تندې ، هجرتونه ، یخ ، ګرمي ، واورې ، بارانونه ، تورې شپې، کور ګډیدل او مکرونه یی نه سوای ماتولای. بلکې نوره مستیږې او توپانې کیږي، خومستي او توپان یی خپل سري نه وي. وچ او لانده دواړه نه سوځوي. ځکه چې مهار سوې وي.

د وژونکو شوبلو منځ ته هم په آساني ور ننوتلای سي ، هغه چې د جذبې په مرګ پسې را وتلي وي. او بلنه ور کوي. او که یی بلنه ومنله بیا دښمني په ورور ګیلوي بدلیږي، خو د نه منلو په صورت کې شوبله او پکې سپاره ټول امریکایان د بګرام د محفوظ محبس په دریمه دروازه کې له منځه وړي او بیرغونه نیم ځوړند کوي.

زموږ جذبه د امریکایی بد ماشو، ظالمو او په شدیدو پیرو کې ساتل سویو عسکرو لیکو ته هم ور ننوتلای سي او انسانیت ته یی را بولي.

لله الحمد په نارینه او ښځینه دواړو لورو کې یی ځني بختورکسان بلنه په لبیک بدرګه کوي. او د زړه په ورته پریمنځلې خونه کې ځای ورکوي. او بی ځنډه تری د جاریدو په جذبه اوبادیږي. او بیا امرکایی ظالم ځواک هم نشوا ي کولای چې د مسلمانې سوې عسکرې (خور) له سره پړونی لیري کړي.

یاده جذبه یو مهال د قیصر ماڼۍ ته هم له پیغامه سره په وړ خیلا کۍ ور ننوتله . قیصر یی د فقیري په جامه و نه غولید . د اوډلي ، زړه وړونکی او ادبي کلام د اوریدو په مزو کې یی د خپل فطرت ټال ته ور وخوت.

نن هم د ښکلا یاد منظر د امت هر وګړی د امت د افغاني برخې په هلو ځلو او ناستو کې ځلاند ګوري. چې د امت د استازي حیثیت ورته قائلیږي.

دوی نه دي ګرم ، دوی د خپلو هیلو نړۍ همدغلته د جوړیدو په حال کې ویني . او له همدغه ځایه یی د تعمیم یا ټولیز کیدو لارې چارې څاري او ځپلوي.

ویښ او کفن په غاړه مجاهد ولس رښتیا هم د ګران امت حوصله افزایی د خپل ژوند په ډیر ستونزمن او حساس مهال کې وکړه.
له نا انډوله ډګره یی د اخلاقي برلاسي زیری ور وړ، د بریا راز یی ور ته بربنډ کړ، او د تاریخ جوړوني قلم یی د تاریخ جوړ کړو له لاسه واخست.

امت او ټول انسانیت ویني چې د شونتیاؤ او نیستي لاسونه د راوتلي ولس ستوني ته ور زسیدلي ؤ، خوڅلویښت کاله کیږي چې فتحې یی استقبالوي.

را وتلي ولس د هر اړخیزو سرشندنو په لړۍ کې د خپلې نړۍ باور تر لاسه ، انساني ضمیر یی وښواؤ،

لید لوری یی ور بدل کړ. او د را وتلي ولس د اتلولي ډګر یی د لیدو سیمه سو.

د ښکیلاکګرو د هستي او مستي کندوان یی ور خالي کړل، په خان ویسا او د غرور تصور یی ور مړکړ، دزبرځواکي نشه یی ور وا
لوزوله ، اود خوب او خیال ځاکه یی ور څیرې بګاري کړه.

غربي نړۍ ټوله او په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو یا امریکا هر لوی او ؤړ ښار نن سبا له شاهین ځالو د ور وړو ، ورغلو، ړندو، کڼو، کږو ، نیم مخو ، پزه پری، غوږ پری، ګوډانو، نګوښیدونکو، سوځیدلو، عصبیانو، لیونیانو او بیرغ پیچ تابوتانو د نندارتون حیثیت پیدا کړی او په ډلو، ډلو انسانان یی لندارې ته ور روان دي.

د مجاهد ولس اوږه په اوږه او د خپل ولس په ویاړلې بڼه کې مشران هر ډګر ته له وقار، تقوی، پرتم ، تواضع او اغیز سره ځان ورښکاره کوي. سولې او ډګر دواړو ته ژمن پاته کیږي. چې له کبله یی په دواړو کې خیر او بر لاسي لارې ګوري.

جهادي اداره یادونه تازه کوي، دادارې فطري څرنګوالی د عصر په کالب کې دودوي. ولس اوامت له ځانه سره ساتي، انقلابي تصور او انقلابي موخې ور لیږدوي او تنویروي یی.او د مکې د فتحې په روځ دعفوې ځلاند نظام یی هم له یاده نه ده وتلی.
ټول وس کاروي . آسانتیاوي را برسیره کوي چې د ذمه واري پیټی یی له اوږو سپک او په پایله کې یی د ادارې ، ولس او امت آواز سره یو سي.

د ځپلې نړۍ د مسائلو په هکله د وړ درایت ، زړه سوي ، ذهانت او خپلوي مظاهره کوي.

د انساني نړۍ پیښې کم رنګه او بی رنګه نه شماري، ځان په نړۍ کې ویني ، نړیوال ارزښتونه په غور مطالعه کوي، هاند یی په دی روان کړی وي چې حتی اشتباها هم د نړیوالو حساسیتونو غوږ ته لاس ور نه وړي . له دی کبله چې الحمد لله موږ د نړۍ له ټول کیف او کان او خطرناک حالت سره سره په نړۍ کې د اوسیدو ترسیم سوې ، را پاته آو بریالۍ لارې ، چارې او لارښو ونې لرو.

انسانیت چې د راوتلي ولس ټیکاو، بی دریغه قرباني، اصولوته دره ناوی او د امت زړه غواړي هرکلی ګوري د زلت او محرومیت مړاوي او ټکنی تصور یی له نوي سره را ټوکیږي او هیله من کیږي ، د بدلون وږمې یی غوږو نه خبروي ، د آسماني حقیقتونو حقیقت او احساس یی د فهم دروازې ور ټکوي. او عقل قانع کوي چې د یاد حقیقت د راخپلولو په پایله کې به انسانیت،
انسانیت او د انسان بیره به له انمانه پای ته ورسیږي. په درناوي.
رزین