څاڅکي: مهاجر مدثر

مهاجر مدثر

ځه! پريږدو د غره لمنه څاڅکي اوري
لټوو به ‏چيرته ونه څاڅکي اوري

د‎مهيني شملې پيڅکي ته مي ‎تم شه
چي لمده‎ نشې ‎مينه  څاڅکي اوري

چا ! اغزيو يې خنجر ‎په سينه کېښود
د ګلاب ‎له زخمي‎تنه څاڅکي اوري

سره غاټول ‎تانده اوږه ده ورته ايښې
پر راغه ‎که له راغه نه څاڅکي اوري

ننداره يې د بوډۍ ‎رنګين‎ ټال هم کړي
نن له سپينه مرغسنه څاڅکي اوري

اخ توبه له برندو سـترګو هغه وينې !
ځوانيمرګ دی له کفنه څاڅکي اوري

ته وا پاړ د سورکو ‎شونډو په ملا مات دی
تور‎خال شـاړ‎دی پاس په زنه څاڅکي اوري

دلته غاړه ‎غړۍ‎ غم او خوښي دواړه
دې وطن کي له هـر‎‎‎څه ‎نه څاڅکي اوري

چي پرون دي پاڼي پاڼي غېږ کي پروت وو
مـدثـره! له هغه نــه څاڅکي اوري