په روژه کي د ښه کار کولو لپاره قيلوله خوب اړين دی

له بهرنيو سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه

ډېر خلک د ورځي له خوا د سهار له شپږو بجو څخه د غرمې تر دوولسو بجو پوري کارونو ته ځي، خو په روژه کي په کار کي زموږ طاقت او زور د عادي حالت په پرتله په ډېره چټکتيا سره راکميږي. ځکه نو په روژه کي په کار کي د سستۍ او ستومانۍ د مخنيوي لپاره د څه پاملرني او د لاندي ځينو ګټورو سپارښتنو پلي کولو ته اړتيا ده.

د ورځي د خوړو او اوبو د نه خوړلو له امله انسان په کار کي خپل ځواک او ترکيز له لاسه ورکوي، خو که موږ په خپلو کړو وړو او کړندودونو کي يو لړ بدلونونه راولو موږ ته شونې کوي چي په روژه کي هم له خپلو کارونو څخه ډېري ښې او ګټوری پايلي ترلاسه کړو. البته له دغو کړندودونو څخه يو هم د ماپښين خوب دی.

د ورځي لپاره د مخکني مهال وېش جوړول:

د خوړو نه خوړل خامخا انسان ته په کار کي ستونزي پېښوي، نو تاسي بايد د خپلي هري ورځي د ښې تېرولو لپاره يو مهال وېش ولرئ. ان خپل ځواک او طاقت ته په پام کولو سره هره ورځ په خپل مهال وېش کي هغه کارونه چي د ورځي په کومو ساعتونو کي يې ترسره کولای سئ ځای کړئ او نيت مو هم باید دا وي چي دغه کار به په دغه مهال کي هرومرو کوم.

په خپل مهال وېش کي هغه کارونه چي له لومړيتوبونو(اولوياتو) څخه بلل کيږي د ورځي په لومړيو ساعتونو کي راولئ. تر هر څه دمخه هغه کارونه تر سره کړئ چي ډېر مهم وي او ورځنۍ او کورنۍ خبري بيا په وروسته مهالونو کي ترسره کړئ.

هغه مهال کار کوئ چي ښه پياوړي او کار ته چمتو اوسئ:

د سهار او ماښام تر ډوډۍ خوړلو وروسته کار په ښه توګه تر سره کېدای سي.

نو که کېدای سي په خپل مهالوېش کي د هغو کارونو تر سره کول چي ذهني او بدني کوښښ غواړي د ډوډۍ تر خوړلو وروسته درج کړئ.

که غواړئ چي په هغه حال کي کار وکړې چي ذهن او بدن مو په ډېر ښه حالت کي وي، نو کله چي مو پېشلمی وکړ ويښ واوسئ او مه ويدېږئ. دغه مهال به کار تاسي پر دې بريالي کړي چي ډېر مهم او ستونزمن کارونه په ډېره آساني سره،
بې له کوم ذهني پرېشانۍ څخه تر سره کړئ.

په تلو راتلو کي مو لږوالی راولئ:

د امکان تر پولي کوښښ وکړئ چي خپل وخت مو وسپموې. په روژه کي پلی تلل، موټر چلول او زيات تحرک په ډېره چتکي سره ستاسي ځواک او طاقت اغېزمن کوي، ځکه نو تر څو چي کېدای سي د کارونو د ترسره کېدو لپاره د تلو پر ځای له مبايل، ويډيو، ايمېل او داسي نورو څخه کار واخلئ.

د غرمې خوب مه پرېږدئ:

ښايي د روژې په مياشت کي غارمه د سم کار لپاره ډېر ناوړه او ستونزمن وخت وي، ځکه نو غارمه د خپل ځواک د بيرته را ګرځېدو لپاره قيلوله خوب کوئ. دا خوب به هله تاسي ته په ځانګړې توګه ډېر ګټور وي چي تاسي تر پېشلمي وروسته
ويده نه سئ. ډاډه اوسئ چي دغه د غرمې خوب به ستاسي اړين طاقت بيرته در اعاده کړي. پای.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د