د غرمې د خوب (قيلولې) پر مهال مغزو، زړه او يادښت ته څه پېښږي؟

د عبدالمالک همت ژباړه

څېړنو ثابته کړې ده چي کوم کسان چي په يوه اوونۍ کي درې ځله د غرمې له خوا بيدېږي، د زړه په ناروغيو د اخته کېدو احتمال يې په سل کي ٣٣% رالږيږي. او د غرمې د خوب اغېز د خوب د مودې په زياتوب اړه لري.

د غرمې خوب د انسان د مغزو لپاره زياته ګټه لري. د دغه خوب له امله په انسان کي د ستونزو د اوارۍ، نوښت او لفظي يادښت ځواک ښه کيږي او حسي او احصائيوي ادراک يې پياوړى کيږي.

دغه راز قيلوله د انسان حسابي ځواک او منطقي تفکر پياوړى کوي، مزاج سموي او د انسان دخوب ورتلو او ستړيا حالت راکموي. پردې سربېره قيلوله زړه او د ويني فشار ته هم ډېره ګټه رسوي.

له ١٠ دقيقوڅخه تر ٢٠ دقيقو پوري قيلوله:

عالمان وايي: دغونه خوب قوت زياتوي او له خوب څخه را پاڅېده هم قوي کوي. د خوب دغسي حالت د دې توان درکوي چي د سترګو پټېدو پړاو ته دي برابر کړي او دا دخوب داسي لومړى پړاو دى چي راحت او سپک خوب ته دي وردننه کوي، او په آسانۍ سره د بېرته راپاڅېدو امکان درته برابروي.

تر ٣٠ دقيقو پوري قيلوله:

ډېر عالمان وايي چي دغونه وخت خوب د سرګرځېدو (سرګيچه ) سبب کيږي. دغه حالت تر راويښېدو وروسته تر دېرشو دقيقو دوام کوي.

تر ٦٠ دقيقو پوري قيلوله:

دغونه وخت غرمنى خوب د يادښت په سمون کي فعال اغېز ښندي. په تېره انسان ته نومونه او لغتونه ورپيادوي. دا خوب د سپک خوب له څپو څخه ژور خوب ته رسيږي. له دغه خوب څخه تر را کښېنستلو وروسته ډېر لږ او سپک ګيچ توب رامنځ ته کيږي.

تر ٩٠ دقيقو پوري قيلوله:

د ا د خوب بشپړه موده ده . په دې موده کي انسان له سپک خوب څخه درانه خوب ته لېږدول کيږي. کېداى سي په دغسي خوب کي انسان خوب هم وليدلاى سي. دغونه موده خوب د انسان ادراک سموي او مشاعر يې قوي کوي او پر ابداع او نوښت باندي يې قدرت پيدا کوي. دغونه موده خوب له خوبه تر را پاڅېدو وروسته د ګيچ تيا د حالت احساس ډېر لږ رامنځ ته کوي.

د قيقوله خوب لپاره مناسب وخت او ځاى:

قيلوله خوب په هرځاى کي کېداى سي، او د قيلولې ډېر ښه وخت له يوې څخه تر څلورو بجو دى.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د