علامه استاد عبدالحی حبیبي

رنځوره موسکا؛ د لوی استاد علامه حبیبي په مړینه!

پروفیسور عبدالخالق رشید

… او څیره یې ترپخوا داځل بل ډول را ته وځلیده، بل ډول راته ښکاره شوه، لا کوټي ته نه وم ور ننوتی چې سترګې يی راباندې ولګیدې، پرځای را اوچت شواو هغه له برکته لاس چی کلونه کلونه یي دخلکو د فرهنګی شتمنیو د تشریح او معرفۍ په لاره کې چلولې و رااوږد کړاو دایی هم دوه ځله ورسره مل کړه:

khaliq-Rashid

پروفیسور عبدالخالق رشید

ـ راځه خدای دې راوله، شه راغلې ، !

د هغه استاد د ژوند وروستۍ شپې وې، ناروغ و، اوس یی هغه توان او طاقت له لاسه ورکړی و، هغه چی یې د ۵۷ کلو ادبی خدمت په بهیرکې په بې تابۍ سره درلود. هو هغه توان نه و ورپاتې … خو بیا یی هم قلم او کاغذ او کتابونه تر ځان را چاپیره کړي وو… هغه به یی سره اړول رااړول … دکتابونو په منځ کې یوازې د کوټي کړکۍ ته ورڅیرمه یو کتاب په المارۍ کې خلاص پاتې و، هرڅوک به چي کوټي ته راننوتل ، فکر به یي کاوه چی استاد به هرو مرو دا کتاب چي خلاص پاتې دی اوس لولي … خو داسې نه وه ، استاد اوس هغه کتاب نه لوست ځکه چي هغه ته یی د ور پورته کیدو سیک په ځا ن کي نه لید، خودهغه کتاب پاڼۍ به چی کله دروازه خلاصه شوه ، نرۍ شمال یوه یوه سره اړوله را اړوله … اواستاد به یوازې ورته کتل …

څنګ ته یې کیناستم، کله چي په خبرو شو، خبرې یې هم لکه د پخوا په شان نه وې ، له یوې خوا ناروغ او له بلې خو په ناروغتیا کې سخت خواشیني او ګیله من… چا ورته ویلی ول چی روسان او پلویان يې نه غواړي چی ستا روغتیا حاصله شي اونه غواړي تا د درملنې په خاطر… ته ولیږي… ځکه چې هغوی فکرکوي چې که مو له ګروته ووت بیابه ټوله دنیا راته سره تبۍ کړي … دخواشینی اصلی ټکی یې هم دغه و، له خبرو یې هم دا څرګندیده لکه چي په لنډو به یي مخ یې را واړاوه او ویی ویل :

ـ نه پوهیږم چې دا وطن پالونکي، دوی چاته وایې ، دا به څوک وي ؟ له ما خو ګردسره ورک دي … تاته درمالوم دي ؟

ما هم په لنډو ځواب ورکړ :

ـ نه …

ده بیا په ستړې ساه خپلې خبرې ته دوام ورکړ :

ـ دریغه …هغوی چی د وطن پرستۍ لاپي وهي ، تردوی دروغجن نور نشته… دوی وطن نه لري … رښتینې وطن پرستان نه دي ، ځکه دوی دنورو ترسیورو لاندې د هیواد پالنې او هیواد پالونکو، هیواد پرستانو د پیژندنې حس له لاسه ورکړی دی … دا زموږ پروطن را نازله شوې ناروغي ده … اوس نوې پیل شوې … خدای دې له دې پسه خیرپیشوي …

استاد ډیرخواشیني ښکاریده ، هغه ته به چې دوطن پرستي اوآزادۍ په ګناه له هیواده دباندې شپي ورځي وریادي شوې نور به هم خواشیني شو ، ورپه یاد به شوه چي ده په څه احساس سره دویښو اوځلمو هیلو او آزادۍ په خاطر رښتیا ویل او رښتیا به یي تر رښتینو پورې رسول … د آزاد افغانستان ناري اوهیلې… هود آزاد افغانستان… او آزادو ولسونو…

دغو خبرو اویادو داسې ښکاروله چي دده ناروغي یی نوره هم زیاته کړې ده ، دصورت له درده به نالښت یې کاوه، خوله موږ سره یي د خبرو لړۍ هم نه پریکوله ، یوځل یی لا داهم وویل :

ـ زما پرمخ دوطن اصلي لارې یوه هم نه ده تړلې ، که ما غوښتي چي دا وطن پریږدم ډیره سخته خبره نه وه ، دا زما لپاره دسهار او ماښام خبره وه ، ډیرنورهم دلته وو چی لاړل او لاړل ، او نومونه یی هم لاړل … پردی وطن د میړو قدرکموینه …

دوطن پر ستونزو باندې خبرې کیدي ، چا به ویل پلاني له کندهار او یا له کوم بل خوا راغلی … نوده به پوښتنه ترې کوله چی : څه حال دي ؟ خو له هغه به یی هم یوازې یو ځواب اوریده : استاده ، هلته هم حال خراب دی ، جګړه ده، وژني دي ، روسان دي او …

استاد جوړ نه و ، کله به یي چی دا ډول خبرې هم واوریدې ، نو بیا به یی دهیلو اوخوښیو کاروان د شونډوله سرو د خواشینیو پرلور کوچ وکړ ، له یوې خوا دغو حالاتو اوله بلې خوا دغولکه چی دده په اړه به یی ویل:

ـ که… ووت بیا نه راځي ، نه راځي …غمونه هم بالا جوړولای شی …. دغو خبرو یی دردونه نورهم زیات کړي ول ، هرڅو ک به چي ورغلل، یوه هم نه ویل چي استاد مخ په ښه کیدو دی ، دهریوه به خوله پردې را خلاصیده چي بڼه یی ورځ په ورځ خزاني کیږي … هرڅوک به چی ورتلل ده به بیاهم دخپل جسمي درد تر څنګ خپله دزړه له درده ډکه خبره هم په رنځوره موسکا کې ورته کوله:

ـ که یو ځل ووت بیا نه راځي او غمونه هم بالا جوړولای شي…

خو دوستانو به له ناکامه بیاهم ډاډګیرنه ورکوله، او ورته ویل به یی چې دا وړې خبرې دي، وطن دپیړۍ دغم پرسیند لاهوشوي …دا د پټي سر دی او پټی وروسته سور ور دي …

اود استاد لویه ګیله بیاهم دده په رنځوره موسکا کې هرچاته روانه وه ، داسې چې لاهم پرې ځوریده ، کله به چي روس پلوي لویان ؟ ورته راغلل ، هغوی ته یی هم داخبرې کولې … خو هغوی به هم په سړه سینه اوبیواکه جوله ورته ویل چی ته اوس هم زموږ د سرسیوری یی ، هیڅوک ستا په باره کې دافکر نه کوي او نه ستا ملتیا اوپه وطن کې پاتیدا له یاده ایستلای شي … یوه لوړسري واکمن یوځل لا داهم ورته ویلی وو چي موږ به کله هم تا او ستا ملتیا هیره نه کړو … ده نورڅه نه وو ورته ویلي یوازې سرورته ښورولی و، خو وطن ته په خپلو کړو پښیمانه نه و،ده چې هرڅه کول د وطن اوعلم پرخوایي کول ، یوازې داسې ښکاریده چې دی پردې پښیمانه و چي هغوی ته یي خپل ید بیضا ور کړی و … هغوی ته چې په ارزښت یې نه پوهیدل ځکه خو به یې کله کله ویل چی د بی ننګواو پردي پالو ملتیاهم لویه ننګه نه ده .

هغوی هره یوه به خپلې لویی لویي خبرې چې استاد ته بي مانا ښکاریدې وکړي اوبیا به لاړل …

یوه دوې ورځي وروسته که به چا پوښتنه وکړه چي هغه پلاني صاحب خوویل چې زه به دا وکړم ، هغه به وکړم، هغه څنګه شو؟ استاد به بیا خپله رنځوره موسکا ورته راغبرګه کړه چی :

خدایه څه شوه هغه ښکلي ښکلي خلک په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هیڅ خندا می له دي خلقه سره نه شي ژړوي مي هغه تللي تللي خلک

خبرنه یم چی وکومي خوا ته لاړشوه لیده نه شي هغه مالیدلي خلک …

او له دغو رحماني وینو سره به یې سترګې راډکې شوې ، د تیرو خبرو لړۍ به یي هم لکه چی د زاڼو سیل ته ډبره واړوې سره ګډه وډه شوه، هرڅوک به چی ورسره ناست ول، دهغوي پراحساس به هم دده رنځورې موسکا خپل اغیز وښانده ، ځکه چی اوس یې تر یوه خواشینی اولوغړن آسمان لاندې داسې خواشني غمیزه له داسې یو سترانسانه چي د نامه لیک ته یې د تاریخ زرینو کرښوهرکلی وایه اوریده …

داستاد د ژوند دری ورځي دخلکو پرخبره پرنابوده پاتې وې ، چی له خپل کارځایه مې چې دده دکورپرلمرلویده پروت و بیا پوښتنې ته ورغلم ، پرلاره چی دده پرخوا ور روان وم ، دده د لیکنوشهکارۍ به مې سترګو ته ودریدې، دده سیستان به را یاد شو او دده غور به په خپل ټول پرتم سره زما مخې ته ودرید چی محمود غوندي نومیالي واکمن ته یي هم سر نه ټییده ، بیا به شهنامه او فردوسی را یاد شول چی دهغوي دکارنامو روح به دده په لیکنو کې د ویاړ او پرتم احساس کاوه، دده کارنامي او زموږ لوی خوشال به را په یاد شو چی په څه شان یي موږ ته راوپيژاند او موږ یي پرې وروزلو …

دا ټولې خبرې مې په زړه اوذهن باندې لاهم روانې وې چی بیا مې یې دکور دړه ور بیرته کړه، په حالت کي یي ډیرتوپیرنه لیدل کیده ، دجوړیدو هم نه و، دجمال مینې په زړه کې دده رنځوره آه پورته وه، داسې چې ان آسمان یې ژړاوه… دخبرو اوډن یی هم نن په پخواني نظم کې نه و… بیا یې هم له خپلودواړو دردونو سرټکاوه … دیوه ځوان خبره یې کوله چې ورته ویلي وو:

ـ دې پردې پالو ته مه ګوره او مه ترې ډاریږه … د وطن ټولې دروازې ستا پر مخ پرانیستی دي ، یوازې امروکړه او ووایه چی له وطنه ځم ، ما ښام ته دې ترلوی خیبر، اړولی شم …

خو استاد ته خپل ځان اوایمان ښه ښکاریده اوپرخپل بې درمانه رنځ هم ښه پوهیده …

په بې درمانه رنځ رنځور یم …

لوی استاد په رښتیا هم دا ژمنه کړې وه چي د یوې شیبي لپاره به هم له دغې خاورې … له دغو خلکو بیل نه شي ، ځکه چې ده ددغې خاورې د پرتم اولویۍ په خاطردخپل قد په کچه شهکارونه لیکلي او هغه یې ګرده د پامیر اوشمشاد پرتمینوڅوکو اوځوانیوته ور ډالې کړي وو… هغه دغې خاورې ته لوی اوتلپاتې معنویت وربښلي و… ځکه هغه ددغه لوی پرتم ، ددغه لوی افغانستان پرلویۍ مین و… اوهغه چې اوس څومره پرې غمجن و، هغه به یې هم یادوله : لکه زه چې پرې غمجن یم ، بل به نه وي غمجن هسې …

استاد له دغې خاورې اودغه وطنه تلونکي څوک نه و ځکه یې ما ته ترغوږ راتیره کړه څوځوانانو ته دده هغه خبره چې ده په دې نژدې وختوکې د لاسپوڅو تر غوږو ور رسولې وه ورسوم :

ـ « زه له وطنه د تښتي سړی نه یم، پرما پسې د تیښتې بې ننګه خبرې مه کوئ ، زه مې خپل یوعادي کتاب هم ستاسې پرټول لاسپوڅي حکومت باندې نه درکوم … پرماپسې داسې خبرې مه کوئ ، هو هیله کوم ،مه یې کوئ … »

دا دلوی استاد وروستۍ خبره وه چي ما هم پرهغه ورځ له ده سره خدای پامانی پروکړ ، هو، وروستۍ خبره … دری ورځې وروسته مي یې د جنازې کټ ته اوږه ورکړه، چې خبره یې رایاده شوه … داسې چې ګواکي همدا اوس په خپله رنځور موسکا کې راته وايی :

ـ ورته ودې ویل ؟ ګوره چې زما خبره دې له یاده ونه وځي … !!!

کابل – ۱۳۶۳ کال

دثور ۲۲

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د