ﻫﺮﯤ ﻣﻮﺭ ﺗﻪ ﺩﻱ ډﺍﻟۍ ﻭﻱ

حمدالله حلميار

خوب نه راځي کړمه بهانه بالښت
پروت مي دی تر سر دبیلتانه بالښت

مورې! هغه خوب به څومره خوږ وو چي
جوړ به مي کړ ستا له ځنګانه بالښت

څه شوخ ماشومتوب وو اس مو نه درلود
وړل به مو له ترخ د میــلمانه بالښت

ټوله شپه د یاد ورېځې ګـــــرځیدې
لوند مي کړ د اوښکو بارانه بالښت

تیږه حلمیاره سرته کیږدمــــــــــه
چیرته سرته ایښی وو شپانه بالښت؟

ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ

تبصرې (1)

  • ټول ستړی مه شی.
    دولت او طالیبان اوس په دا صلاح شوی چه ،ماشومان به نه وژنو ځکه چه راتلونکی کی به بیا نه عسکر وی او نه ځانمرګی،ا
    او په دا هم صلاح شوی چه د ولت او طالیبان د تبلیغ د لاری خلک تشویق کړی چه ډیر ډیر زامن وزیږوی.تر څو دولت او طالیبان اوږده جنګ لپاره عسکر او ځانمرګی ولری.
    چه پاکستان او امریکا ته د افغان زامن قربان کړی