افغانستان

ارګ: غني له ویلز سره «ټرمپ ته په لېږلي لیک» هم غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): ارګ د محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې د مرستیالې الیس ویلز د لیدنې په اړه ويلي چې د ټاکنو، پوځي مرستو او بهرنیو ځواکونو د شمېر اړوند بحث شوی دی.

الیس ویلز چې د حکومت له دواړو مشرانو سره يې جلا جلا کتلي پر شفافو ټاکنو يې ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې ولسمشریزې ټاکنې باید د ولس پاتې باور له منځه یوو نه‌سي.

سرچینه زیاتوي ویلز له غني سره د هغه پر هغه لیک هم خبرې اترې کړې چې ټرمپ ته يې د ځواکونو د نه وتلو زارۍ کړې وې او مشوره يې ورکړې وه، چې که يې له لګښته وېرېږي نو پوځي نقدي مرستې دې کمې کړي.

غني دا هم ورته لیکلي و، چې جګړه به ورته د دوی روزل شوي افغان عسکر پر مخ وړي، خو دوی دې بشپړ له افغانستانه پښې نه سپکوي.

غني په لیک کې د وروستۍ تمې په توګه دا هم ورته لیکلي و، که بیا هم پر وتلو ټینګار کوي نو حد اقل ۳۰۰۰ تنه خو باید پرېږدي.

د اشرف غني یاد لیک چې اوس پرې بیا بحث شوی ټرمپ ته پټ لېږل شوی و، چې رسوا کېدو يې د هغه سوله‌ضد څېره نوره هم بربنډه کړه او پراخ غبرګونونه يې را وپارول، خو ارګ پرې ځان غلی ونیو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

مرګ پر داسي ټيټ همته مشر، دافغانانو نوم دي بد کی.پر هغو ټيټو کسانو دي هم مرګ وي چي ددغسي ټيټ او بې وجدانه سړي څخه ملاتړ کوي. موزيګيه که طالبان پر حق وي نو د حق متابعت وکړه او که پر باطل وي نو د باطل په وړاندي نر غوندي خپله وجنګېږه امريکايانو ته د زاريو څه حاجت دی. ټول ښه پوهيږي چي د خپل ځاني واک لپاره لاس او پښې وهې، خو بيا دي هم ځيني نرښځيان د حقيرو مادي ګټو لپاره ملاتړ کوي، ودي مري. ته هم د نجيب په برخليک اخته سې ګوډاګيه! ټول افغانان ستا… نور لوستل »

Karwan

ابوالوفاء وروره په قلم او ګوتو مو برکت شه. الله د افغانستان ددغو بيوجدانه دالري ګوډاګيانو ځخه خلاص کړي. په ډير درنښت. کاروان

سیدګل اغابنوری

بیچاره بابا؟ ګدائی ګرکچکول په غاړه بابا ؟ زرکلن پیری بابا ؟ دغلامانوغلام بابا؟ دمفسدینومشر بابا؟ دچال اوفریب ،اومکر څخه ډك بابا؟ بد اوازه ،کره اوازه بابا ؟ دملت دأمن ، ترقئ ضد بابا ؟ دکافرانو زوم اوغلام بابا ؟ داهم شودافغانانو بی وزلوبُزدل اوپه غارکی پټ بابا ؟ داهم ؟ داهم دهیواد اوخلکو دښمن بابا ؟ افغانانو ته دیو لعنت اوعذاب بابا؟ والسلام ۰

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x