کرزی د تېرې او راتلونکې موقتې ادارې مشر

محمد رحیم سکندر

هغه څوک هم بد پسې وایي چې ژوند او خوراک یې ور زده کړل.

که جناب کرزي غله او لنډغر روزلي وي، نو بیا خو یې اشرف غني بدترینه نمونه ده ځکه د کرزي مامور و، دا ټول د غني ملګري دي او د کرزي وخت کې یې شوړې سره وهلې.

همدغه نادیده عاشقان چې لنډغرو پسې خاندي، غني بلخ ته ورغی او داسې رکوع/ په ملا ورته رامات شو ته به وایې چې بي بي ګل د زېړې غوا غوړي ورکړي دینه.

همدغه تېره میاشت غني له عطانور سره د بلخ په قوماندان معامله وکړه او د دندې یې لا ۲۶ ورځې نه وې پوره چې د عطا په خوښه یې بل قوماندان وټاکه.

دا ځینې کرزی ځکه چرسي بولي چې د کرزي دوره کې یې شراب کباب وهل او اوس د غني دوره کې له نیستۍ د سوال چرس وهي.

کله چې غني د کرزي مامور و او کله چې ۲۰۰۹ ټاکنو کې ولسمشرۍ ته ودرېد، له رمضان بشردوست یې رایې کمې وې، ځکه د غني کمپایني ویناوې به چې چا له راډیو اورېدې نو ګومان به یې کاوه لکه څوک چې د کنجوسې خواښې تمثیل کوي. سم د حکیم تورسن په موډ کې و.

کرزی خو لکه زرک، غاړه به یې ووهله چې خدای مو راوله، نو بیا به ګلمرجان دوی چا نه پېژندل، سیده به کرزي ته رایه وه او دوه‌ډزی8 حکومت به نه و.

کرزي ټول قومونه او خېلونه په یو پوزي سره کېنول او غني بېرته تعصب او کرکې ته وهڅول.

د بن کنفرانس پرېکړې یوه شدیده اړتیا وه چې کرزي ومنلې، ځکه دا وطن هېڅکله د دوو کسانو نه دی، هر چا قرباني ورکړي او باید هر قوم ته مساوي حق ورکړل شي.

د کرزي معدې کار کاوه او د بل چا لوږه یې هم احساسولی شوه، د اوس غوندې ۱۴ میلیونه افغانان نه ول وږي.

کرزی چې ولسمشر و د نړۍ په کچه افغانستان په فساد کې اتم مقام لاره او د غني دور کې یې څلورم مقام وګاټه.

کرزي د غني غوندې ځکه امنیتي تړون نه لاسلیکاوه چې په ډېورنډ به معامله وشي، له اساسي قانون به تشناب کاغذ جوړ شي، شپنۍ چاپې او بمبارونه به زیات، حکومت به پخپله د سولې خنډ وي او له دولت سره به د ولس واټن لا زیات شي.

د کرزي دوره کې نسبي امنیت، مَړې ارواوې، د کرزي ټیپ‌ټاپ، باډي لنګویچ، جلال او جمال ټیک ټاک له یو مدبر ولسمشر بل څه نه و، داسې نه و او نه دی لکه غني چې د فرمان کسکر غوندې شعرونه او متلونه ګډوډ وایي.

منافقت به نه کوو، دا ځینې چې اوس کوم موقف کې دي او کرزی ښه نه بولي، د کرزي دوره کې مدني فعالیت ته راونه وتل او ږیرې یې اپډېټ نه کړې؟

دا پوسټ یې نښه، همدغه مدني فعالان به سبا له غني سره هم نمک‌حرامي کوي او هغه څه به پسې وایي چې مونږ یې دا پنځه کاله پسې وایو.

که سوله کېږي او یا نه، خو د امریکایي بادارانو په خبره چې راتلونکې ټاکنې ژر نه کېږي او شاید کرزی د موقتې ادارې مشر شي، نو لږ په بې‌ناموسیو او بې‌عزتیو کې کمی راشي.

ماته یاد شي د کرزي سکه ورور ووژل شو، کرزي یې په قبر وویل چې راشئ وروڼو سوله وکړئ، خو غني د څوکۍ لپاره هم د سولې خنډ دی او هم جګړې زور نه ویني.

په زېړو ګلو کې ښکارېږي تور ببری

ژوندی دې وي حامد کرزی

راسئ، کشېنئ، سوله وکئ، دغسې ده، دغسې ده، دغسې ده، رشتیا وایئ، خدای مو راوله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
7 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دا سړی بيا په څه افلاکو سر دی، دا بيا له کومه سو؟ پر کرزي، غني او دغه درو واړو دي ټکه ولوېږي د ځينو نورو سره.
ياره دا نن ټکی اسيا داسي سو لکه هغه ډېر وږی فقير چي څوک هر څه ورکړي وکجکول ته يې ور اچوي. سکندره وروره توپانۍ دي کړي دي؟!

MHA
میلمه
MHA

I do not agree with the above writing. Most of the today existing problems in the country was created in the Karzai’s era.many people were being killed and many thefts were happening in Karzai’s time than Ghani. Karzai was very much afraid of Fahim and would do every thing to make Fahim happy. Karzai’s relations were very good with President Bush because Bush was giving him blank checks and those checks were being deposited in private accounts. He did not tell the people of the money giving to him by Iran because he considered that money was a private gift… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

MHA ښاغلی

ستاسو فرموده سل په سلو کې سمه ده،،، کرزی د فساد او اشغال او ټولو ناخوالو جرړه ده خدای ﷻ دې د ايريل شارون په مرګ مردار کړي.

دا مردار خور اوس هم د دبی په بانکونو کې ۷۰ مليونه يورو پانګه لري چې د دين، وطن او ناموس په تجارت کې يې لاسته راوړې دي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

ام اچ ای صاحب ! ستاسی خبری تر ډیره تاییدوم څه چه نه تاییدوم هغه د کرزی د غلامی تړون نه لاسلیک کول ( تاسی لیکلی ) د دی د پاره وو چه [ بایدن له کرزی څخه له ایرانی تورو روپو پوشتنه وکړه او په کرزی دغه خبره شه ونه لګیدله ]] نو ځکه یی بیا د غلامی تړون نه لاسلیک کولو. نه داسی نه وه. کرزی د غلامګی خپل تړون په نیمه شپه کی د اوباما سره ( بی له دی چه محتویاتو باتو پاندی پوه شی د اوپاما سره لاسلیک کړو ، دغلامی دغه دوهم تړون د… نور لوستل »

محمد ظاهر حلیمی
میلمه
محمد ظاهر حلیمی

ستاسی لیکنه ټول ولوستل شوزافسوس پدې کوم چې کرزی دهیواد اساسی بنیادونه ونړول یوواحدافغانستان یی په قونوموتوکمونووویشلوولمشرپښتون معاونین یی ازبک اوتاجک داکړنی داسی ځه دی چی هم داسلام خلاف اوهم دملک سرجفا ده دوهم همدغه کرزی و چې دپن په کنفرانس کی طالبان اوحزب اسلامی دافغانستان جغرافیایی موقعیت نادیده ونیول پداسی حالیکه چې همدغه قشرونه رښتنی افغانان وچې په ملک یی قربانی ورکړی ده اوس هم ددشمن ترچاړه لاندی زه داسی وایم چې حق ته حق باطل ته باطل ووایواودخپلوشهدانواومظلوم ملت سره خیانت ونکړوته فکر کوی چې دالیکنه به ښه وی زما په اند خړسپی دلوه وروردی دهیوادله وخت یوکس… نور لوستل »

A.SH
میلمه
A.SH

امریکایان چا راوستل ، ير ودونو او جنازو باندی د چا په وخت کی ډیری بمباری کیدی وبوش ته چا د افغانستان د نامتو شخصیتونو میډالونه ور کول کیدل او………….
اوس چی اشرف غنی د کراچی د احتیاجه افغانستان و ایستی د بحری ، سمندری او هوایی لارو ابتکار یی وکی چی اویاوو کالو په موده کی چا نه وو کړی او دی منحوس حکومت ته یی سخته ضربه ورکړه نو خود به د آی اِس آی او د هغو د ګوډا ګیانو بد ځنی کیږی
کرزی لکه شیطان دهر دهر ډول سره رقصیدلای سی

حلیم
میلمه
حلیم

شرم په کار ده لا په داسی لیکنه

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

االله ج دی اول د بن د کنفراس غلام تباه او برباد کړی ورپسی دانور

فدامحم نومير
میلمه
فدامحم نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
په يوه جمله کي بايد ووايم . هغه هم د دري ژبي لاندنئ متل دی. چي وايی :
سګ زرد ، برادر شغال
کرري ، غني او نور د ښکيلاک ګو‌‌‌‌‌‌ډاګيان وه ، ګو‌‌‌‌‌‌ډاګيان دي او ګو‌‌‌‌‌‌ډاګيان به وي. يوو يي ټګ دی او بل يي ټګمار دی. دواړه دي الله سبحان وتعالی نيست او نابود کړي .څو افغان مسلمان ولس ددوی دشر څخه په امان سي