طالبان: دوو میاشتو کې نږدې ۱۵سوه امنیتي منسوبین تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي په تېرو دوو میلادي میاشتو کې يې نږدې دوه زره بریدونه کړي، چې له ډلې يې یوازې دوه سرتېري بریدونه دي او تر زرو ډېرو عسکرو ورته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.

طالبانو د تېرو دوو میاشتو د ترسره کړیو فعالیتونو یو دیاګرام خپور کړی، چې پکې يې ښوودلي، ۱۸۴۸ عملیات يې ترسره کړي، چې پکې ۱۶۱ بهرني ځواکونه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا دې بریدونو کې يې ۳۵۵۱ دولتي عسکر وژلي او ۲۷۶۷ نور ټپيان شوي دي، خو د دې تر څنګ ۱۴۲۷ تنه ورته تسلیم شوي دي.

طالبان وايي یاده موده کې يې دوه چورلکې نسکورې کړې، ۶۶۸ عرادې نقلیه وسایط يې له منځه وړي او ۳۰ عرادې نقلیه وسایط ورته تسلیم کړل شوي دي.

دولتي سرچینو د طالبانو د دې معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي، خو دواړو اړخونو د پوځي عملیاتو له اعلانولو سره سم جګړې ته زور ورکړی دی. March-Apr-diagram

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

د ۱۶۱ تنو يرغلګرو په وژلو او ۳۱ تنو په ژوبلېدو مي زړه ښه يخ سو. الله دي د غازيانو د دې اتلوليو په بدل کي فردوس اعلی ورکړي. د حکومت پلويانو ته مي د خواخوږۍ له مخي توصيه ده چي د دې راپرځېدونکي کاواکي ادارې له ليکو څخه د خپلو نورو وروڼو په شان را ووزي. وايي يوه سړي غوا او غويی په يوې تړلي وه. غواچي په يوې کي کمزوري ښوول سړي به په لښته وهل . يو چاچي دا صحنه وليدل، دغه سړي ته يې وويل: تا غواليدلې وي چي يوې کوی؟ سړي ورته وويل: خو د… نور لوستل »