افغانستان

جلال اباد ښار کې درې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لارې کې درې پرله پسې چاودنو درې کسان وژلي او شل نور ټپيان کړي دي.

د‌ ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې په تالاشۍ څلور لارې کې درې ماينونه ځای په ځای شوي وو چې وچاودېدل او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

هغه وايي چې تر اوسه د‌ پېښې له ځايه درې جسدونه او ۲۰ نور ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ هم د ننګرهار ښار په قصبه سيمه کې چاودنه شوې ده.

همدا راز تيره ورځ په سرخرود ولسوالۍ کې هم يو ديني عالم هم د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی دی چې له امله يې ددې ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x