کوټه: په مني مارکیټ کې چاودنې ۴ پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): نن د دو شنبې په ورځ د تراوو پر مهال د کوټې ښار په سیټلایټ ټاون مني مارکیټ کې د مسجد مخته چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه او د مسجد مخته هغه وخت چاودنه وشوه کله چې د مسجد امنیت ساتلو په خاطر پولیس سیمې ته ورسیدل.

د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه پيښه غندلې او تروریزم یې بللی دی.

د کوټې پولیسو ډي آي جي (د عمومي پلټونکي مرستیال) عبدالرزاق چیما ویلي، د څلورو پولیسو وژل کېدو تر څنګ ۲ نور پولیس او ۷ تنه ملکیان ټپيان شوي دي.

دا څلورمه لویه پيښه ده چې په پاکستان کې د روژې په میاشت کې تر سره کیږي.

ددې تر مخه د لاهور په ښار کې د مئي پر اتمه د داتا دربار مزارې مخته پر پولیسو چاودنه وشوه چې له امله یې ۵ پولیس ووژل شول، په همدې ورځ بیا د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله یې یو قومي مشر ولي خان اچکزی او دوه تنه نور کسان ووژل شول.

دوه ورځې تر مخه د ګوادر په ښار کې د پيرل کانټننټل هوټل پر ودانۍ ډله ییز برید وشو چې له امله یې د پاکستاني چارواکو په وینا ۳ تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

تبصرې (1)