د کابل ښار په څلور لارو کې به ډير ژر ترافیکي اشارې نصب شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې په راتلونکې نږدې کې به د کابل ښار په هر څلور لاري کې د ترافیکو چراغونو یا اشارو نصب کول عملي شي.

د کابل ښاروالۍ د ترانسپورت څانګه په پام کې لري چې ددغه ښار په ۳۳ څلور لارو کې په پرمختللو آلاتو سمبال د موټرو د ګڼه ګوڼې له منځه وړلو او د ترافیکي اصولو مراعاتولو لپاره ترافیکي اشارې ولګوي، حکومت په دې لړ کې له بهرني قراردادیانو سره قرارداد لاسلیک کړی دی.

د ترانسپورت څانګه وایي؛ د اشارو پر بیا رغونه کار کې پېل شوی چې ځینې چارې یې بشپړې او ځینې تر کار لاندې دي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په تمامه توګه بشپړ شي.

یاده دې وي چې په یادو ۳۳ څلور لارو کې د اشارو بیا رغونې لپاره ۳۳ ملیونه افغانۍ لګښت ټاکل شوی دی چې د کابل ښاروالۍ عوایدو څخه تمویل کیږي.

کابل په نړۍ کې یو له هغو ښارونو څخه دی چې ککړه هوا لري، ددې یو اصلي لامل د موټرو زیاتوالی ښودل شوی دی، اوسمهال په ښار کې دننه د زیاتې ګڼه ګوڼې له کبله اکثره خلک د موټر پرځای پياده مزل غوره کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د