مانچسټر سیټي لوبډلې د انګلستان پریمیئر لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۳۹۸ل): د انګلستان پریمیئر لیګ فوټبال سیالیو کې د مانچسټر سیټي کلب لوبډلې د لیورپول لوبډلې سره د یوې نمبرې په توپیر د یاد لیګ اتلولي وګټله.

د یادو سیالیو په لړ کې د لومړي مقام ترلاسه کولو لپاره د لیورپول او مانچسټر سیټي لوبډلو ترمنځ سختې سیالۍ دوام درلود چې کله به یوې خو کله به دویمې لوبډلې لومړی مقام خپل کړ.

په پای کې په وروستۍ ورځ مانچسټر سیټي خپلې سیال لوبډلې ته په ۴-۱، او لیورپول لوبډلې خپلې سیالۍ لوبډلې ته په ۲-۰ ماتې ورکړه، چې په دې سره د مانچسټر سيټي یو پواینټ زیات او اتلولي یې خپله کړه.

مانچسټر سیټي لوبډلې په یاد لیګ کې ټول ۹۸ خو لیورپول لوبډلې ۹۷ پواینټونه خپل کړل، په انګلستان پریمیئر لیګ کې تر دې دمه د زیاتو پواینټونو درلودلو ریکارډ «۱۰۰» دی.

په انګلستان پریمیئر لیګ کې هرې لوبډلې ۳۸ سیالۍ ترسره کړې، په دې کې مانچسټر سیټي ۳۲ بریاوې، ۲ مساوي او په څلورو کې ماتې خوړلې چې ټول یې ۹۸ پواینټونه جوړ کړل.

د لیورپول لوبډله چې په دویم نمبر شوه په ۳۸ سیالیو کې ۳۰ بریاوې، ۷ مساوي او یوه ماتې خوړلې ده، چې د ۹۷ پواینټونو په درلودلو سره په دویم نمبر شوه، په دریم نمبر چیلسي لوبډله شوه چې ۷۲ پواینټونه لري.

د انګلستان پریمیئر لیګ تر ټولو زیات ګول وهونکی د لیورپول لوبډلې مسلمان لوبغاړی محمد صلاح دی چې ۲۲ ګولونه یې ووهل، همدا ډول د ارسنل لوبډلې ایمریک ابامینګ او د لیورپول لوبډلې سادیو مانی هم په ۲۲-۲۲ ګولونو وهلو په دویم او دریم نمبر دي.

یاده دې وي چې مانچسټر سیټي لوبډلې د پریمیئر لیګ په پرلپسې دویم او ټولټال دريم وار اتلولي خپله کړه، د یاد لیګ تر ټولو زیاته اتلولي ګټونکي لوبډله مانچسټر یونیټد ده چې ۱۳ واره یې دغه جام خپل کړی دی.