له روژه ماتي وروسته سګريټ څکول د ناپامه مړینې ګواښ زیاتوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۳۹۸ل): روژه د نورو برکتونو سربېره دا خوبي هم لري چې انسان په کې له یوه داسې بد عادت څخه ځان ژغورلای شي چې دده لپاره د مړینې یا کوم بل ستر زیان لامل ګرځي.

په ترکیه کې د یوې تازه ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې له روژه ماتي وروسته د سګریټ څکولو څخه تر ټولو خطرناک کار بل نه لیدل کیږي.

د څیړنې له مخې چې د روژه ماتي پرمهال بدن ته د اوبو، ګلوکوز او اکسیجن سخته اړتیا وي، په داسې وخت کې د سګریټ یو څک سره د بدن رګونه خرابیږي او په وینه کې اکسیجن په سمه توګه نه جذبیږي.

په دې سره وینه ټینګیږي چې په رګونو کې یې د جمع کیدو ګواښ زیاتیږي، د زړه درزا ته زیان رسیږي او د وینې فشار او کولیسترول اندازه لوړیږي، دغه ټول لاملونه د زړه ناروغۍ څو چنده زیاتوي.

په یاده څیړنه کې شامل یو پوه ډاکټر وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې له روژه ماتي وروسته سګریټ څکول نه دا چې زړه په ناروغۍ اخته کوي بلکې ددې سربېره یې بدن له بوږنونکي او سخت حالت سره مخ کیږي او لاس او پښې یې هم رپیږي.

څیړونکي وایي چې په روژه کې بدن ته زیان رسیدل له یوولس میاشتې بوزې څخه څو چنده زیات زیانمن دي، له اوږدې مودې وروسته (چې انسان ټوله ورځ روژه وي) سګریټ څکول د بدن دفاعي سیستم ګډوډوي چې د روغتیا لپاره هلاکونکی دی.

څیړنه زیاتوي؛ د سګریټ څکولو خطرونو ته په کتلو ددې پریښودل تر ټولو غوره لار ده، خو که بیا هم ددغه بد عادت څخه خلاصی نه لیدل کیږي نو له روژه ماتي نیم ساعت یا ۴۰ دقیقې وروسته دې وڅکل شي، دغه کار سره د همیشه سګریټ څکولو څخه ځان هم ژغورل کیدلای شي.