نړۍ

امریکایی سفیر وايي مونږ او پاکستان د تروریزم ضد جګړه کي په یوه رایه یو

cameron_munter_us_ambassadorنن ټکی اسیا: پاکستان ته د امریکا سفیر کیمرون مونټر وویل چي پاکستان او امریکا د تروریزم ضد جګړه کي سره په اتفاق دی.

نن د کوټي په ښار کي د ژورنالیستانو سره په یوه غونډه کي سفیر وویل چي تروریستان د پاکستان او امریکا وګړي په نښه کوي، قافلو باندي بریدونه کوي، او په دیني اجتماعګانو باندي په مختلفو ښارونو کي بریدونه کړی او کوي يې.

نومړي وویل چي دی پاکستاني فوځ او پولیسو ته ډېر احترام درلود او اوس یې هم لري..ځکه چي دوی د تروریزم په ضد ښه فعال رول لوبولی دی.

سفیر وویل چي تر یوه لک پوري پاکستاني فوځیان قبایلي سیمو ته استول شوي، تر څو هلته د تروریزم ضد جګړه وکړي، تر څو په سیمه کي امنیت تامین شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x