د اسلام لومړی خلیفه « لومړۍ برخه»

باهر حقپال

د اسلام لومړی خلیفه ابوبکر الصدیق -رضي الله عنه- دی. خپل نوم يې “عبدالله” د پلار نوم يې “عثمان (ابي قحافة)” او د نيکه نوم يې عامر دی. دی د خاندان په سلسله کې په پنځم نيکه “مرَّة” کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يوځای کیږي.
دۀ ته عتیق او صدیق هم ویل کیدل، خو دا دواړه يې لقبونو (تخلصونه) وو.

عتیق: ښکلي، سپيڅلي او ازاد ته وايې. ابوبکر الصدیق ته ځکه عتیق ویل کیدل چې نوموړی ښکلی، خاندان يې سپيڅلی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول مطابق له اوره/جهنم څخه ازاد و/ دی.

صدیق: ريښتوني او د ريښتوني شخص ملاتړي ته وايې. ابوبکر ته الصدیق ځکه ویل کيږي چې په ريښتونولی پيژندل کيدۀ او د ريښتوني پيغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټول لومړی ملاتړی و؛ ځکه خو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: ما چې هر څوک اسلام ته را بللي، هرو-مرو ټکني شوي، يوازي ابوبکر الصدیق دی چې کله مې اسلام ته را وبلی پرته له څه شک-وشبهې يې زما دعوت ومنی او اسلام يې راووړ.

د زوکړې نيټه يې:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوکړي له نيټې (۵۷۱/۴) دوه کاله او څو میاشتې وروسته (۵۷۳) مکه کې زيږيدلی.

استوګنځای:

همدلته مکه کې استوګن و. يوازي د کاروبار لپاره به له مکې وتی. دی د زياتې شتمنۍ، د ښه سړیتوب، او د پريمانه ښګيڼو څښتن و. د دۀ دښمن به د دۀ پر خپلوۍ پاللو، ريښتونولۍ، امانتدارۍ، د نیستمنو په ملاتړۍ، ميلمه پالنې او د ناتوانو پر ملتیا اعتراف کاوو. دی آن د جاهلیت په زمانه کې خورا عفيف، قدردان او د چارو په سمبالښت کې وتلی شخص و.

اسلام يې:

امام ابوحنیفة -رحمه الله تعالی عنه- د نوموړي په هکله د ګڼو اقوالو ترمنځ تطبيق کوي او وايې:

په سړیو کې لومړی اسلام “ابوبکر الصدیق” را وړی، په ميرمنو کې “خدیجة الکبری” په هلکانو کې “علي” او وينځو کې “ام ایمن” رضي الله تعالی عنهم راوړی.

نور بيا ان شاءالله