
لغمان: د ډاکټرانو د غفلت له امله يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴غويی، ۱۳۹۸ل): د لغمان د عامې روغتيا په روغتون کې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د لغمان سيمه ييز خبريالان وايي چې تيره شپه يوه مور چې په ماشوم ناروغه وه د لغمان ښار له يونس چوک څخه د شپې د لغمان د عامې روغتيا مرکزي روغتون ته وړل شوې ده چې هلته د ډاکټرانو د نه موجوديت له امله ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچينه زياتوي چې د شپې په نسايي ولادي څانګه کې هيڅ نوکريوال ډاکټر نه و چې د ناروغې ميرمنې تدواي او مراقبت يې کړی وای نو په همدې وجه د ميرمنې ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی وايي چې ناروغه ميرمن د شپې دولس بجې روغتون ته وړل شوې ده خو د نوکريوالو ډاکټرانو د نه شتون له امله سهار اووه بجې ميرمنې ته له اړتيا پرته درې عمليات شوي دي چې بالاخره ماشوم هم مړ پيدا شوی دی او د سر په برخه ژوبل شوی هم دی.
تر اوسه پورې د لغمان د عامې روغتيا مسؤلينو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د نورو دولتي ادارو په څېر د روغتونونو له مسؤلينو او عمليې څخه هم خلک شکايت کوي چې روغتيايي خدمات يې په ښه توګه سرته نه رسوي.