وردګ: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې د مدرسې اووه زده کوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د شپنيزو عملياتو او چاپو په لړ کې دا ځل بيا ګډو ځواکونو په ميدان وردګ ولايت کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د ميدان وردګ ولايت د دايمرداد ولسوالۍ په موکه، کونج، سپين ديوال، کوډي، احمد خيل، قولزنګي او داود خيل کليو چاپې ووهلې چې د يوې ديني مدرسې اووه تنه حافظان او دوه ملازمان يې وژلي دي.

ددې سربيره ګډو ځواکونو دوه تنه ولسي وګړي چې يو يې ليونی دی هم له ځانه سره بيولي دي.

بل لور ته طالبانو د رسنيو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکې د ميدان وردګ ولايت د تيرې شپې په عملياتو کې طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د تيرې شپې په چاپو کې وژل شوي کسان ټولو ولسي وګړي او د مدرسې زده کوونکي دي او په دې کې هيڅ وسله وال طالب ته زيان نه دی اوښتی.

په خواله رسنيو کې فعالانو د ميدان وردګ ولايت د تيرې شپې په عملياتو کې د ماشومانو د وژنې په اړه غبرګون ښودلی دی او د ديموکراسۍ او بشري حقوقو مدافعين يې ننګولي دي چې هغه ماشومان چې ديني زده کړې کوي ولې ووژل شول؟

باید وویل شي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو چاپې او بريدونه په بې سارې توګه زيات شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د سولی پړاوونه نور ختم نه غواړو داسی د ظلمونو پړاوونه.
د امریکی د منافقتی سولی پړاوونو اوږدولو برکت دی چی داسی حال یی راباندی جوړ کړیدی، له دی ظلمونو وحشتونو او دهشتونو معلومیږی چی دا پړاوونه به تر هغی روان وی چی یو مسلمان افغان پاتی نشی نو بیا سوله چا ته راولی؟ بیا داسی سولی ته څه ضرورت؟ کفار پدی پړاوونو کی په افغان ولس خپل زړونه سړوی قتل عام یی جوړ کړیدی.

جميل
میلمه
جميل

انا لله و انا اليه راجعون
يرغلګر کفار او منافق مزدوران يی نور د مجاهدينو سره د مخامخيدو همت نلری ، داچی دی ظالمانوته يوازی د انسانانو وژل ورښوول شوی دی پر دوی يی فرق نشته چی زاړه وژنی او که ښځی او يا واړه.
دا بی رحمه وحشيان څنګه کولای شی چی داسی ګلالی ماشومان ووژنی .
يرغلګر کفار خو به خپلو هيوادو ته وتښتی خو د منافق مزدور سره به يی خامخا حساب کيږی . انشاءالله
ولعذاب الاخرته اکبر