د محمد علي عمري تازه غزل

محمد علي عمري

له بلانه وبلا ته رسېدلی
دچازړه وي وجفا ته رسېدلی

دشهرت تږی په دې هم نه اوبیږي
چي یې نوم وي ودنیا ته رسېدلی

دپښتون دخپل منځي بیلتون اثرخو
ودې ټولې پښتونخواته رسېدلی

دومره عام دپښتانه مظلوم اوازشو
دحسین وکربلا ته رسېدلی

هغه خلګ دې مزې داین او آن کړي
چي ایمان یې ووفا ته رسېدلی

اې رقیبه پښتانه تیاروکي نه دي
خپل نسب یې واریا ته رسېدلی

عمري خوښي له هرې خوا را اوري
چي یار نیمه شپه وتا ته رسېدلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د