هره میاشت د ۲۰۰۰ سرتېرو وژل + ۴۵۰۰۰ =؟

محمدرحیم سکندر
یره دې خیاټانو ته یې لکه چې د جناح روغتون کې د باجوه او یا د ځناورو زړونو وربدل کړي، ځکه یو ملکي کس چې ووژل شي شل ورځې رسنیوو کې مرثیې ورته لیکي، خو دا منافقین چې سرتېري سنګر کې ورته جنګېږي، د دوی له برکته عیاشۍ کوي، د هر سرتېري مرګ نه غندي، د سرتېرو میندې او مېرمنې چې خیرات غواړي خیریه بنسټ نه ورته جوړوي.

دوی ته چې ووایې د ولایتي شورا دا خبر تایید کړی، وایي ولایتي شورا چا په سرچینه کې حساب ده، خو پرون یې د مافیا د کورنۍ ستر غړي خوشال سادات له خولې خبره ووته چې د کورنیو چارو وزارت کې ښکاره فساد روان دی، ځکه هره میاشت ۲۰۰۰دوه‌زره سرتېري وژل کېږي.

نو وه خیاټه معاش درکې غوړنجه شه دا ۲۰۰۰ سرتېري د کوم دښمن زامن دي چې شور نه پې جوړوې!؟

ستا په شور سره د سرتېرو پلورونکي ډارېږي او ژوند ته یې توجه کوي، ستا په شور سره دوی د سرتېرو کورنیو سره مرسته کوي، ستا په شور سره وینه‌زبېښونکی شرکت له ویرې سولې ته غاړه ږدي.

قریب الرحمن شهاب چې دننه د وردګو له حال خبر دی وایي:

“وردګو کې يې امنيتي ځواکونه پرې تبا کړل!

يوازې تيرې څو ورځې چې ماته حال راځي:

د سيداباد هفت اسياب کې يوه پوسته يوړه ۱۲ سرتېري يې پکې ووژل.

د سيد اباد سالارو کې يې دريو شپو درې پوسته ونيوې ۲۱ عسکر يې ووژل.

د سيد اباد ترخيلو پوسته کې يې ۹ سرتېري ووژل.

د سلطانخېلو پوسته يې ونیوه ۱۴ سرتېري يې ووژل او دوه يې ژوندي بوتلل.

چک په ممبايو کې يې درې پوستې ونيوې ۲۲ عسکر يې په کې ووژل.

نن يې بهسودو کې هم ۵ وژلي.

ګڼې نورې پيښې هم شوې.”

هن…………

اوس به یو څوک درته ووایي چې مخالفین ولې نه غندې، نو مخالفین خو همدغه دي چې ګل، ګل سرتېري یې په لوی لاس په تبابرباد کړل، ناموسونو یې بې‌ناموسه کړل، د هېواد هره ژۍ یې ګاونډیانو ته ورووېشله او سبا چې له کوم هېواده راغلي بېرته به وتښتي او کرلی غم به یې ما او تاته حاصل راکوي.

که وایې چې نه مخالفین طالبان دي هغه وغنده، نو ساده سړیه ما به د سر په بیه کمپاین تاته کړی وي، مبارکه ګوته به مې تاته په رایه درکولو سره پرې وي، قانون به ستا منم او د نیمګړتیاوو تور به په طالب لګوم؟

طالب ته خو چې ووایې، روژه ده اوربند وکړئ، وایي اصلا روژه کې اعظم جهاد حسابېږي، طالب خو چې د ۳۰۰۰ علماوو په کنفرانس او بیا د ۳۰۰ مشورتي جرګې په غوښتنه سر و نه ګراوه نو زه کوم نامي ادرس یم چې په خوله به مې تریخ پیاز نیم کړي، هسې به مې سبا بیا ویډیو کې پوزه له وینو ډکه وي او وایم به چې دماغو کې مې ډز شوی.

ایا تاسې جار قلم جار وګاټه؟

تبصرې (2)

  • جوړ تازه.
    سکندر ته.
    خبره د غیرت او عزت ده.دولت او طالیبان دومره غیرتی او عزتمند دی ،چه په زرګونو ،په لکونو افغانان ،مسلمانان یی د خپلو بادارانو (امریکا پاکستان)خوشحالی لپاره لوخړه کړل.
    او د بادرانو خوشحالی لپاره به دا د قربانی لړی راوانه وی.

  • د یادو تلفاتو مسوولیت له ګوډاګیو چارواکو علاوه د هغو فیسبوکي حرامزاده ګانو په غاړه هم دی چې د اشرف غنی د واک غزولو هوس په سر اخستي او مزدور ځواکونه په شا ټپوي او په لوی لاس یې د مرګ کندې ته ټېل وهي.