د افغانستان زندانونو کې څلور طالب زندانيان مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندهار او څرخي پله زندانونو کې د څلور تنو طالب زندانيانو په مړينه خواشیني ښودلې او د بشري حقوقو په ادارو يې غږ کړی دی چې د بنديانو په وړاندې د بشر ضد کړنو په مخنيوي کې خپل مسؤليت اداء کړي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې د تيرې يوې اوونۍ په موده کې څلور تنه طالب زندانيان د افغانستان په زندانونو کې د چارواکو د ناوړه چلند، تشدد او د هغوی عادي ناروغيو ته د نه پاملرنې له امله مړه شوي دي.

دغه څلور تنه زندانيان چې تازه ګل، بسم الله، محمود او سيد احمد نوميږي د کندهار، زابل، بلخ او د تخار ولايت اوسېدونکي وو چې تازه ګل او بسم الله يې د کندهار په مرکزي زندان کې او محمود او سيد احمد د پلچرخي په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اعلاميه زياتوي چې نيول شوي زندانيان له نيول کېدو مخکې له ښه صحت څخه برخمن و خو په زندانونو کې د وهلو او شکنجو له امله په مختلفو ناروغيو اخته شوي دي.

سرچينه زياتوي چې د بسم الله په نامه يو تن زنداني د کندهار د زندان د ساتونکو له لوري دومره وهل شوی دی چې په خيټه کې يې کولمې شلېدلي دي، پښتۍ يې ماتې شوي دي او له هغې وروسته يې د تداوۍ په ځای د معتادينو بلاک ته جزايي لېږلی دی.

د طالبانو د زندانيانو د چارو کميسيون په اعلاميه کې راغلي چې « افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يوځل بيا پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او د بشري حقونو نړيوالو مدافع سازمانونو باندي ږغ کوي چي د دا ډول بشرضد کړنو په مخنيوي کي خپل مسؤليت اداء کړي ، د انسانيت تر ټولو محتاجو کسانو د شکنجې مخه ونيسي او د روغتيايي او نورو خدماتو په رسولو کي خپله اسلامي او بشري وجيبه ترسره کړي.»

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بيلابيلو زندانونو کې طالب زندانيانو د شکنجو او ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او طالبانو يې هم هر ځل په اړه غبرګون ښودلی دی خو تر اوسه نړيوالو بشري ټولنو او د افغانستان دولتي چارواکو په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د