پلچرخي زندان کې د عسکرو او زندانيانو ترمنځ جګړه روانه ده / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴غويی، ۱۳۹۸ل): د کابل په پلچرخي زندان کې د زندانيانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله يې زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له پلچرخي زندان څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې ددې زندان د مخدره بلاک زندانيانو د بلاک دروازې ماتې کړي دي او د کمربند ديوال خواته يې ځانونه رسولی دی.

د زندان له داخل څخه ځينې سرچينې وايي چې تر اوسه لږ تر لږه ۳ تنه زندانيان د عسکرو په ډزو کې وژل شوي دي او تر ۳۰ تنه زیات ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې د چارواکو او بندیانو تر منځ وروسته تر هغه جګړه را منځته شوې کله چې د زندان چارواکو د بندیانو څخه په زور د موبایلونو اخیستلو هڅه وکړه.

د زندانيانو او عسکرو ترمنځ د جګړې دا خبرونه په داسې حال کې ورکول کيږي چې طالبانو نن وويل چې د کندهار او پلچرخي په زندانونو کې يې څلور تنه طالبان د شکنجو او تعذيبونو له امله وژل شوي دي.

بايد وويل شي چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانيانو سره ناوړه چلند او د هغوی غوښتنې نه منل هغه څه دي چې له امله يې زندانيان په اعتصاب او غبرګونونو لاس پورې کوي.

تر دې وړاندې هم ډېر ځله زندانيانو د هغوی د غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصابونه کړي دي او خپلې خولې يې ګنډلي دي.

تر اوسه پورې د پلچرخي زندان مسؤلينو د تازه تاوتريخوالي په اړه څه نه دي ويلي.

تبصرې (3)

  • حکومت باید د تلفون کارولو لپاره ټولو بندیانو ته اسانه میکانیزم او کړنلاره جوړه کړې

    • غزنوي ته هم عجيبي خبري کوي، کوم حکومت، دغلو او داړهمارانو حکومت. که عدالت وي نو په زرهاوو بي ګناه خلک په زندانونو کي نواي. کاروان

  • بسم الله الرحمن الرحيم
    د زندانى وژنه او حتی ورسره ناوره چلند په هیس توگه جایز ندی. اسلامی شریعت په کلکه دا کار منع کوی. که گوداگی حکومت دا بهانه کوی، چی دوی خو مسلمانان نه، بلکه د کفارو تر سلطی لاندی دی، نو په توله مدنی قوانینو کی هم زندانیانو سره بد چلند ممنوع او مرتکبین یی مجرمین او دسزا ور گنل کیژی.
    اصلی خبره دا دی چی د شیاطینو گوداگی حکومت کوم کار قانون سره برابر دی، چی په زندانونو کی یی انسانیت او قانون وچلیژی؟
    الله تعالی خو دوی، د دی پر برکتی روژی میاشتی، له برکته، د امت او ملت خیر سره، نسکور او نابود کری. آمين