د ګډو ځواکونو د چاپو او بمباریو له امله د غزني مشهوره مدرسه «نورالمدارس» تړل شوې

نن ټکی اسیا چهار شنبه، ۲۵غویي ۱۳۹۸ل): په غزني ولایت کې د نورالمداس مشهوره مدرسه چې؛ له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې د هیواد په کچه د علمي خدمتونو د وړاندې کولو ویاړ لري؛ د وروستیو شپنیو چاپو او ړندو بمباریو له امله تړل شوې.

د نورالمدارس جامعې د ادارې له لوري په همدې تړاوخپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې یاده مدرسه له کلونو راهیسې په سیمه کې د یوه علمي مرکز په توګه فعالیت کوي او له دې ځایه فارغ شوي زرګونه علما او مشایخ د هیواد په ګوټ ګوټ کې په خدمت بوخت دي چې؛ ډېری یې په سختو ورځوکې هیواد ته په کار ورغلي.

اعلامیه وړاندې زیاتوي؛ نورالمدارس مدرسه د تاسیس او پیل راهیسې یو ځل د کمونستانو له لوري په ۱۳۵۷ لمریز کال کې وتړل شوه خو؛ د کمونستي رژیم تر پرځېدلو او د جهاد تر بریا وروسته بیرته پرانستل شوه او په نورمال ډول یې وکولای شوای تر تېر «۱۳۹۶» لمریز کال پورې خپل فعالیت ته ادامه ورکړې مګر؛ د وروستي خراب امنیتي وضعیت له امله یې دروازې یو ځل بیا وتړل شوې.

د اعلامیې په بنسټ؛ یاده مدرسه په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو د شپنیو چاپو هدف وګرځېده او څوځلې یې زده کوونکي بندیان شول او د درس و تدریس چارې يې له خنډ سره مخ شوې، چې له امله یې د مدرسې اداره نوره ونه توانېده خپل علمي فعالیت ته دوام ورکړي.

یاده دې وي چې؛ د ګډ حکومت له پیل کېدو راوروسته د هیواد په لر اوبر کې لسګونه دیني علمي مراکز د بمباریو او وسلوالو بریدونو هدف ګرځېدلی، که څه هم؛ د ګډ حکومت مشر د ارګ او جومات تر منځ د فاصلې کمولو له شعار سره واک ته ورسېد خو؛ په کاري دوره کې یې د کندز په مدرسه باندې په بمبار سربېره چې؛ سلګونه دیني حافظان پکې په شهادت ورسېدل لسګونه جوماتونه او دیني مراکز په ګولیو غلبېل شوي.

د اعلاميې بشپړ متن دلته تر لاسه کولای شئ.

د نورالمدارس فاروقیه عالي د بندیدو په تړاو اعلامیه

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

ګډو غلامانو نور څه زده دي سیوا له وحشته
دې دولت څخه دا تمه بلکل پریژدۍ چا دا به تاسو ته ټیکنالوجي در زده کړی

د اریانه سعید غوندې فحاشه ښځه چې یورپ کې یې ټول عمر فحاشی تیر کړﺉ
هغې ته یې وزارت ورکړو، په نورو اسلامی هیوادو کې خپلو طالب علمانو ته سهولتونه برابره وی.
مدرسې ورته جوړه وی.
افغانستان کې یې شته مدرسې ورانوی.
په ټول افغانستان کې دا یو څو غټې مدرسې وې، چې دهغو له جملو نور المدارس هم وه

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

متل دی چی وایی ((همسایه از همسایه رنګ میګیرد)) ګد حکومت هم له پاکستان نه زده کړه چی پاکستانی فوځ په کال ۱۳۹۵ په دواړو وزیرستانو کی تقریبا ۱۱۰۰۰ یوولس زره جوماتونه اومدرسی شهیدان کړل حتی د جماعت په لمونځ یی بندیز ولګاوو اوس د افغانستان حکومت هم دا ناوړه عمل ته لاس پورته کړای الله ج دی دواړه ژرترژره ختم کړی

همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

دا شپنۍ چاپی، بمبارونه وحشتونه او دهشتونه د سولی پړاوونو په دوران کی کفار د فشار او تسلیمی لپاره کاروی، که د سولی خبری زر نهایی شی یا داسی بندی شی چی کفار خپله منډی ته مجبور شی بیا به نه دا چاپی وی او نه هم بمبارونه ځکه د هر اصول لپاره خپل کیپسول او فارمول شته.. له دی سره په خپل افغان ولس کلی په کلی غږ وکړی چی د خپل ځان ولس ناموس ساتنی ته خپلی مټی خلاصی کړی او که بیغیرتوب وکړو بیا ټول وژل کیږو.