رحیم الله یوسفزی، پاکستانی خبریال

رحیم الله یوسفزی؛ پاکستان د جنګ او سولې په برخه کې په طالبانو خپل «دستور» نشي منلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵غویي ۱۳۹۸ل): پاکستانی مشهور مبصر او د چارو شنونکی «رحیم الله یوسفزی» وايي؛ پاکستان د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو په طالبانو خپل دستور نشي منلی.

رحیم الله یوسفزی چې له «جیو نیوز» سره یې خبرې کولې وویل؛ دا منو چې اسلام اباد په طالبانو نفوذ لري خو له دې سره سره تر اوسه ندی توانېدلی د سولې او جګړې په برخه کې خپل اوامر په طالبانو ومني او هغوی غاړې اېښودلو ته اړ کړي.

یوسفزی وړاندې زیاتوی؛ څو ځله پاکستان د امریکا په غوښتنه هڅې وکړې څو؛ طالبان بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته اړ کړي خو؛ دې هڅو هیڅ نتیجه ورنکړه او طالبان مشرانو انعطاف ونه مانه او یوازې دومره یې وکړل چې په مسکو کې له افغان سیاستوالو او پېژندل شویو څېرو سره کیناستل.

د یوسفزي په وینا؛ له دې سره، سره پاکستان هیله درلوده څو د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو کوربه توب وکړي او د دواړو جهتونو تر منځ غونډې په پاکستان کې دایرې کړي خو؛ طالبانو د پاکستان دا وړاندیز رد کړ.

یوسفزي پر دې سربيره؛ د پاکستان په شمول د سیمې او نړۍ په ټولو مسلمانو هیوادونو غږ وکړ څو د افغانستان د ارامۍ او ثبات لپاره لاس په کار شي او له امریکا، چین، روسیې او د افغانستان له نورو ګاونډیانو یې وغوښتل څو په دې برخه کې خپلې هڅې چټکې کړې.

یاده دې وي چې؛ پاکستاني سیاستوال داسې مهال د طالبانو په خپلواکۍ او په چارو کې په استقلال اعتراف کوي چې؛ ګډ حکومت بیا تر ډېره هڅه کوي د تبلیغاتو په مټ طالبان د پاکستان تر لاس لاندې ډله وښيي او په همدې موخه ارګ څو ځله په  غیر مستقیمه لاره د طالبانو په ځای له «اسلام اباد» سره د خبرو هڅه کړې خو د پاکستان له هڅو سره سره هر ځل ناهیلې راستانه شوي.

د شنونکو په خبره؛ د امریکا او طالبانو تر منځ د رسمي مذاکرتو د پیل په لومړیو کې امریکا هم ورته دریځ درلود او په دې تړاو څو ځله په پاکستان جرګه شول څو؛ طالب مشران تر فشار لاندې ونیسي او امریکايي غوښتنې ورباندې ومني خو؛ نه یوازې دا چې دې کار کومه پایله نه درلوده بلکې؛ د طالبانو په ډانګ پېیلي دریځ امریکا اړه کړه  څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او په دې برخه کې بل چا ته ځولۍ ونه غوړوي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پاکستانی چارواکی له اوله په لندن کی له موره غلام زیږیدلی، دا جلا بحث دی لنډه به دومره ووایم، چه هره خبره او هره کړنه د انګریزانو په دستور او قومانده ترسره کوی، مګر ساده غلامان هم نه دی سیمه کی د دوهم اسراییلو حیثیت لری د اتوم بم تر جوړونی ورته جواز په همدی ورکړی شو چه د پاکستان اتوم بم د انګریزانو د ګټو د پاره به سیمه کی کارول کیږی. د رسنیو په اړه به یی درته یو مثال راوړم، د سپتمبر له فاجعی وروسته د پاکستان یو لوده بل ژورنالیست ( فکر کوم محمد میر نومیدلو… نور لوستل »

وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

د پاکستان چارې دهغه تش په نوم مصنوعي ملک پوځیان او جاسوسان مخته وړې نه خبریالان یا د ملکي ادارې سیاستمداران، طالبان د پوځ روزل شوې دې او ثبوت یې ټولو افغانانو سره شته، د کرنل امام کتاب په دې اړوند یو بل ښه لاسوند دې، د طالب ### پر ټولو افغانانو واضح دې دیته حاجت نشته چې د یوسفزي غوندې کس په خوله #### طالب سپین باز ثابت شې

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د پاکیانو سیاست ټولوته جوته ده چی دوه مخی او د منافقینو دریځ لری. د مسلمانانو سره اب زمزم څښی او د کفارو سره انگریزی Whisky او johny walker. پاکستان اصلا ملک نه دی بلکی قراردادی قاتله اداره ده چی د قرارداد په شکل د هر چا سره خپل چاری پر مخ وڕی. دا د افغانانو خپله لویه ناپوهی وه او ده چی جهاد مو د پاکستان څخه پیل کڔو او پدی تمه چی جهاد به مو په ثمره ورسیږی یعنی چی یو بزگر په ژمی کی جوار وکری او یا په اوڔی کی غنم او بیا یی د حاصل… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

د يوسفزی دا خبره هم د منافقت ده چی وايی پاکستان پر طالبانو نفوذ لری او د مسکو غونډه د د په وينا ګوندی د پاکستان د نفوذ تاثير و خو داچی د درواغجن حافظه لنډه وی پخپله بيا وايی چی طالبانو د پاکستان هغه وړانديز رد کړ چی د طالبانو او امريکايانو غونډه دی په پاکستان کی وشی . يوسفزی که پدی پوه شی چی همدا بی همته او غدار پاکستان و چی تر هرڅه و امريکا ته ورتير شو ، نه يوازی خپله مځکه ،هوا، اوبه او استخبارات يی د طالبانو د له مينځه وړلو لپاره د امريکا… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
دا جنګ پاکستان شروع کړی.امریکا هم په کی ونخته،اوس د دی جنګ ختمول د پاکستان او امریکا کار دی،
دا جنګ د اوبه او د خاوری دی.د جنګ باټن د پاکستان او امریکا په لاس کی دی،
طالیب او دولت هسی د سطرنج مهری دی،دولت او طالیب د خپلو بادرانو لپاره خپل خلک وژنی.