الیس ویلز له اتمر سره په سوله او ټاکنو غږېدلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵غویي ۱۳۹۸ل): د جنوبي اسیا د چارو لپاره  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې «الیس ویلز» د خپلو لیدنو په لړ کې دا ځل ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماند «حنیف اتمر» سره غږېدلې او د افغانستان د سولې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې له نوموړي سره بحثونه کړي.

الیس ویلز په خپله دې لیدنه کې اتمر ته د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو مذاکراتو په اړه مالومات ورکړي او د افغانستان د سولې لپاره یې د افغان سیاسیونو جوړه کړې طرحه له نوموړي اورېدلې.

له دې سره، سره په یاده لیدنه کې حنیف اتمر ټینګار کړی چې د جوزا یا غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر د واک کاري موده پای ته رسېږي او باید له واک څخه لاس واخلي او سرپرست حکومت رامنځته کړي.

یاده دې وي چې؛ الیس ویلز داسې مهال له حنیف اتمر سره ګوري چې؛ د نوموړي په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو ګڼو نوماندانو تېره ورځ ګواښ وکړ چې؛ د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته به دوی د ولسمشر واک ونه مني او د سرپرست حکومت په جوړولو به کار وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو ددې نوماندانو په غبرګون کې ارګ وویل چې؛ د اساسي قانون د تفسیر مرجع لویه څارنوالي ده او یادې مرجع د ولسمشر واک غځولی چې په بنسټ به یې؛ غنی د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته هم خپل واک ته ادامه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د