د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵غویي ۱۳۹۸ل): له اوږدې مودې  ناندریو، جنجالونو او د کاندیدانو له ګواښونو وروسته نن د  کابل ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې؛ لاندې کسانو تر نورو د ډيرو رایو په وړلو سره ولسي جرګې ته لار موندلې: حاجی اجمل رحمانی،الحاج عبدالقیوم خیر خواه، خان آغا رضایی، الحاج ملا محمد خان احمدی، فدا محمد الفت صالح،احمد جاوید جیحون،میر امان الله گذر،الحاج امیر گل شاهین، غلام حسین ناصری، داکتر رمضان بشردوست، الحاج سید محمد محمدی، الحاج الله گل مجاهد، حاجی خان محمد وردک، الحاج قاضی میر افغان صافی، نجیب الله ناصر، حبیب الرحمن سیاف، انورخان اوریا خیل، صوفی عبدالرزاق استالفی، توفیق وحدت، حاجی زړگی حبیبی، محمد نعیم وردک، حاجی حفیظ الله جلیلی، عرفان الله عرفان، عبیدالله کلیمزی وردک، وکیل فاطمه نظری، جنرال نظیفه ذکی، شینکی کروخیل، مرسل نبی زاده، فوزیه، ناصریار گلدریی، روبینا جلالی، مریم سماء، زهره نوروزی، بی بی حاجی پروین درانی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د