پوتین؛ په افغانستان کې د طالبانو واک ورځ تر بلې ټینګېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵غویي ۱۳۹۸ل): د روسیې ولسمشر «ویلادیمیر پوتین» او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» په خپله وروستۍ لیدنه کې د نورو ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو غږېدلي.

د روسي رسنۍ «ټاس» د راپور په بنسټ؛ په دې لیدنه کې ویلادیمیر پوتین وعده وکړه چې له متحده ایالاتو سره به د افغانستان د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

راپور وړاندې زیاتوي؛ پوتین،  د افغانستان وضعیت حساس یاد کړ او یاده یې کړه چې د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ له نږدې ګډه همکاري کولای شي افغانستان له دې وضعیت څخه راوباسي او دې هیواد ته ثبات راوړي.

د راپور له مخې؛ پوتین همدا راز په افغانستان کې د طالبانو واک ورځ تر بلې زیاتېدونکی یاد کړ او څرګنده یې کړه چې دواړه لوري باید د ګډو همکاریو په مټ په دې هیواد کې د واک توازن ته پام وکړو.

یاده دې وي چې؛ روسیه او امریکا داسې مهال د افغانستان د سولې په تړاو غږېږي چې د روانې میاشتې په لومړيو کې دې هیواد له چین او امریکا سره د افغان سولې په تړاو ګډه ناسته درلوده او  په یاده ناسته کې درې واړه هیوادونه هوکړې ته رسېدلي وو چې؛ د افغانستان د ثبات لپاره باید بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه ووزي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

پوتین رشتیا یی ویلی دی خو غربیان به پری ډیر خوابدی وی چی پوتین ولی دومره سپینی او بربنډی خبری کڕی.

حیران
میلمه
حیران

ههههههههه اوس پوتین هم ستاسو خاوخږی او ښه سړی شو او خبری یی تایدوی او ستاسو دوست شو پری خوشحالیږی. تر ننه پوری مو داکتر نجیب کافر باله نن پوتین ستاسو دوست او ملاتړی شو. های های نو

حیران
میلمه
حیران

هو کنه پوتین خو خبر ده ځکه داپروژه د دوی ده او دوی په مخ وړی

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

پوتین ته خو زور د مجاهدینو لا پخوا معلوم وو