کرېکټ: پاکستان د ټاکلي «۳۵۹» منډو هدف دفاع هم ونشوه کړای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې د ۳۵۹ منډو هدف دفاع هم ونشوه کړای.

د پاکستان توپ اچونکو د یاد ستر هدف دفاع په داسې وخت کې ونشوه کړای چې بالعکس یې لوبه په ۴۵م اور کې له لاسه ورکړه.

په دغه لوبه کې لومړی د پاکستان لوبډلې توپوهنه وکړه چې د امام الحق په زړه پورې سلیزې سره یې انګلستان لوبډلې ته د ۳۵۹ منډو ستر هدف وټاکه.

په ځواب کې د انګلستاني توپوهونکو (جیسن روی او جوني بیرسټو) لخوا په زړه پورې لومړۍ ملګرتیا وشوه، چې دواړو په ګډه ۱۵۹ منډې جوړې کړې، د جوني بیرسټو په چټکو ۱۲۸ منډو انګلستان لوبډله وتوانېده ټاکلی هدف په ۴۵م اور کې بشپړ کړي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې انګلستان لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۳۷۴ منډو هدف ټاکلی و چې پاکستان لوبډلې ددغه هدف په ځواب کې ۳۶۱ منډې جوړې کړې وې.