د مسکو بين الافغاني غونډې يوه خوا (ارشيف)

طالبان څنګه ثابت قدمه پاتې شول او نورې ډلې ماتې شوې؟

ليکوال: عمر یاسين – د سياسي چارو څېړونکی

ژباړه: نن ټکی اسيا – سرچينه: الجزيره ډاټ نيټ

د طالبانو بريا په اوس وخت کې یوازي په دې معنا نه ده، چې هغوی له امریکا سره په مذاکراتو بوخت دي، مګر د هغوی د بريا له هغه پيله وه، چې پر افغانستان واکمن ‏شول، حکومت يې جوړ کړ او يو مجاهد غورځنګ يې عملي حکومت ته ورساو، په داسې هېواد کې يې اسلامي حکومت جوړ کړ، چې شوروي ‏لښکرې ترې شړل شوې وې او داسې ډيپلوماټيک ګروپونه يې جوړ کړي وو، چې په لومړيو وختونو کې وتوانیدل چې د نړۍ څلور مهم دولتونه قايل کړي تر څو د دوی ‏اسلامي حکومت په رسميت وپېژني.‏

د طالبانو د حکومتولۍ اسلوب او طريقه په داسې توګه نړيوالو ته ورپېژندل شوې وه، چې ګواکي وروسته پاتې او سخت دريځی فکر لري، هر څه په سختۍ او زور ‏کوي، تر دې، چې طالبان له يوه اسلامي غورځنګه د يوه واکمن حکومت په څېر عمل پيل کړ. امریکا او غربي نړۍ د رسنيو او نړیوالو محفلونو له لارې ‏د طالبانو پر ضد تبليغات وکړل، تر دې، چې د ۲۰۰۱ کال په سټمبر مياشت کې د امریکا دوه تجارتي برجونه ونړېدل او د طالبانو اسلامي تحريک ټولې ‏لاسته راوړنې وبایللې او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت نسکور شو، خو له څو کلونو مقاومت وروسته طالبانو د امريکا متحده ايالتونه اړ کړل، چې د ‏سولې خبرو ته ورسره کيني او د مشرانو نومونه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور نوملړه وباسي.‏‎

طالبانو دا مقاومت څنګه وکړ، دا ټول وضعيت يې څنګه کنټرول کړ، طالبان خو يو غښتلی جنګي ځواک و، څنګه يې سياسي مانورې زده کړې، څنګه ‏يې افغان حکومت په سياسي خبرو کې ګوښه وساته او طالبان له واشنګټن سره د سولې خبرو پر مېز کيناستل او د کابل حکومت يې د امریکا د يوه ګوډاګي ‏په توګه له صحنې د باندې وساته؟ مهمه پوښتنه دا ده، چې د اسلامي او جهادي حرکتونو د زندۍ کېدو او زوال پر مهال طالبان څنګه قوي او غښتلي پاتې ‏شول؟ په دې ليکنه کې د دې پوښتنو د ځواب هڅه کوو.‏

لومړی: اجتماعي او ديني تړاو

د افغانستان ديني او اجتماعي خوی او طبيعت د جهاد له حالت سره برابر و او دغه حالت د طالبانو جهاد ته ديني او قانوني مشروعيت ورکړ او د نورو ‏جهادي ګوندنو په پرتله طالبانو دغه مشروعيت ترلاسه کړی و او په نورو سيمو او هېوادونو اسلامي جهادي ډلو دغه ډول ديني او ټولنيز ملاتړ نه درلود.‏‎

دوهم: د پراخې سينې سياست او د ځمکنيو حقايقو پوهه

طالبانو ځمکني حقايقي په ډېر دقت څېړلي او پر دې پوهېدلي وو، چې د لنډپارۍ پر ځای يې د پراخې سينې سياست پيل کړ. د هغوی سياست ډېر پراخ ‏او په وسعت نظرۍ بنا و، له هېڅ جهادي ډلې سره يې دښمني نه ده پيل کړې، نه يې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان سره د اختلافاتو پاللو له ‏امله خپل ځان کمزوری کړی دی. پاکستان د طالبانو په نسکورولو او له واکه په ګوښه کولو کې ډېر رول ادا کړی، د طالبانو ډېری مشران يې زنداني کړي ‏وو او د هغوی د سفير ملا عبدالسلام ضعيف په ګډون يې ګڼ شمېر طالب مشران امریکا ته سپارلي دي. د دې ټولو ستونزو او ننګونو سربېره طالبانو د ‏پاکستان سياسي جغرافيايي طبيعت پيژندلی و او د طالبانو مشر ملا محمد عمر خپلو مسوولينو ته سپارښتنه کړې وه، چې له پاکستان سره له ټکر کولو ځانونه ‏وساتي.‏

د طالبانو دغه پراخ نظري او لرليد بالاخره داسې يوه حالت ته ورسېد، چې له څو کالو مقاومت وروسته طالبان په خپلو شرطونو له امریکا سره د خبرو مېز ‏ته کيناستل. دا هغه پراخه سينه او لرليد لرونکی سياست و، چې نورو جهادي ګوندونو او اسلامي حرکتونو نه و زده کړی، تر دې، چې د خلافت اعلان ‏يې وکړ او پرته له دې، چې ځمکني حقایق او د راتلونکي وخت اټکل په نظر کې ونيسي، ټول باور يې په تنګ نظري جګړه‌ييز فکر وکړ. طالبانو د خپل ‏هېواد ځمکنی واقعي حالت په سمه توګه ارزولی و، هېڅکله يې له افغان ولس سره بې کاره او له بوج ډک تعامل نه دی کړی، نه يې په خپلو ليکو کې د ‏نورو هېوادونو خلک پرېيښي دي؛ ځکه طالبان پوهېدل، چې ولسي ټولنيزې اړيکې د روان جهاد د بريا لپاره اساسي او اړين خط دی. نورو جهادي ډلو بيا ‏ځمکنيو حقايقو او حالاتو د کتو پر ځای په پټو سترګو حرکت پيل کړی، په خپلو ليکو کې يې داسې مجاهدين پرېښودل، چې عام ولس سره په ژبه نه ‏پوهېدل، ځانونه يې پر عامو خلکو درانه بلل او له همدې امله يې ولسي او ټولنيز ملاتړ ترلاسه نه کړ.‏

درېيم: د دښمنانو نه پيدا کول

طالبان په خپل چاپېريال له فکري پلوه سخت دريځي نه دي، تکفيري فکر يې نه دی خپل کړی، څوک چې د طالبانو ملګري نه وي، هغه کافر او دښمن نه ‏ګڼي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او هغه دولتونه، چې پخوا يې له طالبانو سره اړيکې اوس يې هم ورسره دښمني نه ده اعلان کړې، بلکې طالبانو تل ‏هڅه کړې، چې له جانبي او داخلي شخړو ځانونه وساتي او له افغانستانه د باندې يې هم هر ډول فعاليت او کار ردکړی او د افغانستان ټول جهادي ګوندونه ‏او ډلې يې په خپل ځان راټولې کړې، له هېڅ ډلې سره يې ټکر نه دی کړی او ټولې اسلامي جهادي ډلې پرې راټولې شوي، چې په پایله کې يې د ‏جهادي صف په ليکو کې هېڅ ډول تفرقه او تقسيم نه شته. اوس که موږ د سوريې، عراق او نورو سیمو جهادي ډګرونو ته وګورو، نو پوه به شو، چې هلته ‏جهادي ډلې په خپلو کې سره ټکر شوي، جګړې او وژنې يې کړي، له خپلې ډلې پرته نورې يې کافر بللي، نو پایله يې همدا شوه، چې د وژل شوو، ‏ټپيانو او بې کوره شوو خلکو شمېر ميليونونو ته ورسېد او د مسلمانانو خاوره د پرديو د ګټو لپاره وکارول شوه.‏

څلورم: فکري پوخوالی

د طالبانو غورځنګ اساس د افغانستان‎ ‎پر علمي تقليدي مدرسو ولاړ دی او له هغه وخته، چې طالبانو سياسي او جهادي ډګر ته د داخلېدو پرېکړه وکړه، په ‏پاخه فکر دې ډګر ته داخل شول، هېڅ فکري انحراف يې نه دی کړی، تکفيري سخت دريځی فکر يې نه دی خپل کړی او نه داسې يو غورځنګ دی، ‏چې د څوکۍ مينې او غربي قوتونو تابع وي. ځينې حرکتونه شته، چې له سياسته لرې وي، دغه ډګر ته په تخریبي فکر داخل شي او پایله به يې هم د ساده ‏او سطحي فکر له امله ناکامي وي. طالبان له داسې فکر څخه برخه‌من دي، چې نه په دين کې غلو او افراط کوي او نه هم له فکري پلوه ساده او سطحي ‏دي او له همدې امله دوی د خپل مقاومت په برکت داسې خاوره تر واک لاندې ساتلې، چې د دوی داخلي قوت او لاسته راوړنې په کې راټولې شوي، ‏هېڅ داخلي اختلاف او تقسيم په کې نه شته. او نورو جهادي او اسلامي ډلو، چې په دين کې يې غلو او افراط کاو او له فکري پلوه سطحي وې، پر ‏همدې اساس يې حرکت وکړ، چې پایله يې داخلي اختلافات، تقسيمونه، د ځمکې له لاسه ورکول وو، تر دې چې هر څه يې له لاسه ووتل او ټوله تجربه ‏يې په اوبو لاهو شوه.‏

پنځم: رهبري کرازما: ‏

د طالبانو د بريا يو راز رهبري کرازما وه، چې د قيادت او مشرتابه په جوړولو ډېر ښه پوهيږي، هغه که ځوان قيادت وي او که تاريخي مشران. د دوی مشران ‏په ژبې، وينا، ميدان، سياست او جګړو کې غښتلي دي او سربېره پر دې ځانګړنو اخلاص او تقوا په کې ډېره ده، چې همدا ټکی يې د قيادت اساس ‏جوړوي. کشرانو او ځوانانو ته د مشرتابه ويناوې عاطفي، هوايي، خيالي او مبتذلې نه وي، بلکې د هغوی ويناوې موزونې او په واقعي فکر ولاړې وي. ‏

مشرانو يې جګړه‌ييز او جهادي مهارتونه نه دي هېر کړي، نظر يې تل په ولس او د ميدان پر مجاهدينو وي، د دې تر څنګ سياسي ډګر کې هم زيرک او ‏غښتلي دي. د پورته يادو صفاتو په لرلو هېڅوک د دې جرئت نشي کولی، چې د مشرتابه په نيت شک وکړي او يا هم د هغوی شخصيت سپک کړي.‏

شپږم: جګړه‌ييز مهارت او سياسي مانورې

طالبان د نورو جهادي ډلو په څېر په جګړو کې مهارت لري، خو د طالبانو غوره‌والی دا دی، چې د جګړې په فنونو ډېر ښه پوهېږي، د ۲۰۰۱ کال د ‏سپټمبر له پېښې وروسته يې د خپل واک لاندې سيمه له لاسه ورکړه، خو په دې هم ډېر ښه پوهيږي، چې له لاسه وتلې خاوره څنګه بېرته ترلاسه کړي، د ‏سيمو جغرافيايي او سټراټيژيک ارزښت پيژني او د دغې جغرافيايي او ټولنيز وضعيت څخه په ګټه اخيستو په دې وتوانېدل، چې امريکايي او افغان ځواکونو ته ‏ماتې ورکړي، هغوی ته ځاني او مالي زيانونه ورسوي او د افغانستان ډېره برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راولي.‏

د نورو ډلو په جګړه‌ييزو مهارتونو کې هېڅوک شک نه کوي، خو د طالبانو او نورو ډلو ترمنځ د نظامي فنونو توپير ډېر څرګند او روښانه دی، دغه ډلې بايد ‏له طالبانو دا خبره زده کړي، چې د خپلو سټراټيژيکو موخو په څرګندولو او د فتحې په ترلاسه کولو کې بېړه ونه کړي او نه هم په منډه نړيوال خلافت اعلان ‏کړي. د سياسي مانورو په اړه بايد ووايو، چې طالبانو وکولای شول، چې د افغانستان بحران کې د روسيې او نورو ذي دخلو هېوادونو لکه ترکيې او ایران ‏کارډ ولوبوي او په عين حال کې طالبان په دې هم وتوانېدل، چې واشنګټن سره د برابرۍ په سويه د مذاکراتو مېز ته کيني او دغه پروسه پر مخ بوځي.‏

پایله:‏

د مقالې په پای کې بايد دا روښانه کړو، چې موږ د نورو جهادي حرکتونو په نيتونو شک نه کوو، نه يې هم فکر ته سپکاوی کوو، خو دغه نقدي ليکنه د ‏دغو حرکتونو په تګلارې تعميري نقد دی او دا هڅه ده، چې دوی خپلو تجربو کې مثبت بدلون راولي او د خپلې سټراټيژۍ لپاره د طالبانو له بريالۍ تجربې ‏استفاده وکړي. دلته بايد دېته هم اشاره وکړو، چې د اسلاميی حرکتونو د بريا او اسلامي حکومت د قايمولو لپاره يوازې اخلاص بسنه نه کوي، بلکې د ‏اخلاص سربېره فکري پوخوالی، سياسي بصيرت او په پراخه سينه سټراټيژيک پلانونه اړين دي. موږ بايډ يوازې کوچني لوبغالي ته ونه ګورو او ورسره ‏سيمه‌ييزې او نړيوالې دايرې له ياده ونه باسو.‏

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ستړی مه شی.
طالیبان څنګه ثابت قدمه پاتی شول.نوری ډلی ماتی شوی؟
#########
یو خواته د ایی ایس ایی مرستی بل طرف ته د تریاکو تجارت طالیبان ثابت قدمه کړل.

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان گرامی من منحیث یک شاید که در این چهاردهه یعنی از شروع جهاد سال ۱۹۷۸ تا اکنون داخل جزئیات و مشاهد حوادث وطن عزیز خود بوده و می باشم به این نویسنده بگویم این مردم قهرمان قریه جات افغانستان است که برای آزادی، استقلال، دفاع از ناموس، دین، وطن جان سرو مال شان را قربانی کرده اند و میکنند و اما متاسفانه اکثریت لیدران و مخصوصاً سیاسیون ما معاشخور کشور های بیگانه ### دین فروش وطن فروش هستند و اگر دست های شان را لمس کنید میدانید نازک نامردانه، شکم پُندانده گان میباشند لطفاً مردم قریه جات مسلمان ما… نور لوستل »