اسلام او صحافت (ژورنالېزم)

لیکنه: وفي الله حکیم

صحافت په اسلام کی ځانګړی ځای او مقام لري او د ژوندانه یوه ضروري اړتیا هم بلل شوې ده، که د قرانکریم آیتونو ته فکر او غور وکړو نو دا به څرګنده شي چه د اسلامي رسنیو پیلامه د آدم علیه السلام له پیدايښت نه شروع شوې ده، ځکه آدم علیه السلام ته په ځمکه کې د ټولو شته شیانو نومونه وروښودل شول او پر ځمکه یې خپل خلیفه وګرځوه، تر آدم عليه السلام ورورسته د نبوت لړۍ پیل شوه نو هر پیغمبر د حق، رښتیا او د دين د خپرولو دنده په غاړه لرله چې ددې دندې د ترسره کولو په لړ کې ټولې رسنیزي لارې چارې لکه لیک، وینا او داسې نورې کارولي.

اسلام چه د صحافت په اړه کوم نظر وړاندې کړی دی هغه له تاریخي، علمي او اخلاقي پلوه هم ډیر غښتلي او قوي بنسټ لري، د صحافي او صحافت لومړنی هدف په امر بالمعروف او نهي عن المنکر ولاړ دي چه ټولنې ته تازه او رښتينی خبر رسول د شخصي ژوند خونديتوب، د پیښو په اړه شننې او تحلیل سره عامه ذهنونو ته لارښونه کول دي، د خپل رښتينتوب نه پټول، د حق، نصیحت او صبر هڅونه، د تجاوز کونکو واکمنانو په مخ کې د حق وينا او د انصاف خبره کول، د بديو په خلاف ودریدل، د دروغو ویناوې رشتیا نه ګڼل؛ د يو ښه صحافي صفات ګڼلی شو، او آن تردې چه په دې حقه مبارزه کې د خپل سر د ښندنې څخه هم دريغه ونکړي، الله تعالی په قرآنکريم کي فرمايي: ((په نيکو کارونو کي د يو بل سره مرسته وکړئ او د بدو او ګناه په کارونو کي د يو بل سره مرسته او کومک مه کوئ)).

مومن ژورنالیست او صحافي هغه څوک دی چه د الله تعالی او د نبي علیه السلام په لارښوونه عمل کوي خلکو ته د حالاتو ښه او حقيقي خبر وړاندې کوي او په دې توګه د تيارو څخه د رڼايۍ په طرف د خلکو تللو دنده پر مخ وړي پداسي حال کې چه په قرآن کې رڼا ته خبر هم ويل شوي دي نو د همدې وجې نه ژورنالیست په ټولنه کي د معلم وظیفه پر مخ وړي البته دا په هغه صورت کي چې اسلامي نظام او حکومت حاکم وي، خو په اوسني شرایطو کي سخته ده چې دداسې اوصافو موصوف ژورناليست پیدا کړو.

نو راځئ چه مونږ لاس په کار شو که مو پدې اړه غفلت وکړ راتلونکي کې به لوی تاوان وګالو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

ډیر شه تبصره مو کڔی خو مونژ څخه پدی لړ کی په رشتیا چی ډیر غفلت شوی دی او مغفرت یی د الله ج څخه غواڕو. زما په اند لکه څنگه چه په دبن کی لمونځ فرض گرځیدلی باید سواد هم پر هر نارینه او ښځینه مسلمانی باندی فرض شی تر څو د تییارو څخه رڼایی خواته ته حرکت وکڕو. سواد باید په دین کی شپږمه بناء شی او پر هر مسلمان او مسلمانی باندی لوستل او لیکل فرض وگرزی تر څو د صحافت او صقافت خاوندان شو. علماء کرامو پدی لڕ کی لویه اشتباه کڕی چی سواد یی د… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

محترم ورور هدايت صايب الله د درته هدايت وکړي چه خپل پر دين پوه شي، سواد د دين يو عمده برخه ده، لومړي حرف د قران پاک په اَقره شروح كيږي، هغه علما هم که چيري د علم او پوهي په خلاف دي هغوي به د نني دالري عالمان وي ځکه چه هغوي ته دغه ور ځده کيږي چه د مسلمان د زدکړي مخنيوي وشي، په هره توګه دغه يو اوږد بحث دي، فقط دغومره تاسوته غواړم ووايم چه په اسلام کي د ځدکړي او پوهي لپاره نه يواځي چه ممانعت نشته بلکه تاکيد هم پري شوي دي، مګر، د… نور لوستل »