د «One plus» دوه په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د چین هېواد مشهورې کمپنۍ ون پلس دوه داسې نوي په زړه پورې مبایلونه وړاندې کړي چې ددې ځانګړتیاوې د سامسنګ او ایفون نوي مبایلونو سره ټکر وهلی شي.

د one plus شرکت دوه نوي فلیګ شیپ مبایلونه هر یو ون پلس سیون او ون پلس سیون پرو (one plus 7) او (one plus 7pro) وړمه ورځ په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل چې د کامرې ځانګړتیا یې تر ټولو زیاته د پام وړ ګرځېدلې وه.

لکه څرنګه چې د نړۍ په شاوخوا کې د فایو جي خدمتونه هم د پېل کېدو په حالت کې دي، دغه ډول ون پلس کمپنۍ په ځینو هېوادونو کې د سیون پرو یو داسې ورژن وړاندې کړی چې په فایو جي خدمتونو سمبال دی.

ون پلس ۷ (One plus 7)

Image result for oneplus 7 pictures

په ون پلس ۷ مبایل کې «۶.۴۱» انچه آپټک ایمولیډ ډیسپلی ورکړل شوې ده، چې د کوالکوم سنیپ ډراګون شرکت «۸۵۵» پیاوړي پراسیسر تر څنګ په ۶ او ۸ جي بي ریم سمبال دی، ددې سربېره ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه لري.

په دې مبایل کې د انډرایډ ۹.۵ چلونکی سیستم ورکړل شوی، د «۳۷۰۰» ملي امپیره بیترۍ لري او د چټک چارجولو وړتیا یې هم یو له غوره ځانګړتیاو څخه ده.

ون پلس ۷ مبایل شاخوا ته دوه په زړه پورې کامرې لري، یوه یې ۴۸ میګا پېکسله ده چې ۱۱۷ برخې پراخوالی لري، دویمه کامره یې ۵ میګا پېکسله ده، د سیلفي لپاره ۱۶ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده.

ددې مبایل بېلا بیې دي چې د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکې بیه یې «۴۶۶» امریکایي ډالره، د ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لرونکي مبایل بیه یې «۵۳۶» امریکایي ډالره ایښودل شوې ده.

ون پلس ۷ پرو (One plus 7 pro)

Image result for oneplus 7 pro pictures

د یاد شرکت تر ټولو په زړه پورې مبایل ون پلس سیون پرو  دی چې د شیشې باډي سره «۶.۷» انچه فلویډ ایمولیډ ۲ په زړه پورې ډیسپلی لري، د کوالکوم سنیپ ډراګون شرکت «۸۵۵» پیاوړی پراسیسر، ۶، ۸ او ۱۲ جي بي ریم سره د ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې ده.

پر انډرایډ ۹.۵ چلونکي سیستم سمبال شوی چې تر دوه کالو پورې به یې ساوفټویر په پرلپسې ډول اپډيټ یا اوسمهال کیږي، د «۴۰۰۰» ملي امپیره mAh غوره بیترۍ لري، او د چټک چارجولو لپاره په کې wrap ۳۰ ټکنالوژي کارول شوې ده، دا په دې معنا چې په ۲۰ دقیقو کې به له صفر څخه تر ۵۰سلنه پورې مبایل چارجوي، همدا ډول یې د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ پر ډیسپلی ورکړل شوی دی.

د کامرې په برخه کې په زړه پورې ځانګړتیا لري چې شاوخوا ته درې کامرې لري، دا لومړی وار دی چې دغه شرکت د درې کامرو ځانګړتیا وړاندې کوي، یوه یې ۴۸ میګا پېکسله ده چې ۱۱۷ برخې اضافي پراخوالی لري، دویمه یې ۸ د فوکس لپاره او دریمه یې ۱۶ میګا پېکسله ټیلي فوټو کامره ورکړل شوې ده.

ددې په شاخوا کامرو کې درې ایکس آپټيکل زوم ورکړل شوی دی چې د لرې ځای عکس هم په غوره کیفیت اخیستلای شي، همدا ډول یې د سیلفي لپاره ۱۶ میګا پېکسله پوپ اپ کامره ورکړل شوې ده، پوپ اپ په دې معنا چې د سکرین پر مخ د کامرې ځای نه لري ددې لپاره د مبایل پورته خوا کې داسې کامره ورکړل شوې چې یوازې د عکس اخیستلو پرمهال بهر کیږي.

د ون پلس سیون پرو بېلا بېلې بیې ټاکلې شوې دي، د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې بیه «۶۶۹» امریکایي ډالره، د ۸ جي بي ریم او ۲۶۵ جي بي حافظې مبایل بیه «۶۹۹» امریکایي ډالره، او همدا ډول د ۱۲ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي لرونکي مبایل بیه «۷۴۹» امریکایي ډالره ایښودل شوې ده.

د یادونې ده چې ون پلس ۷ او ون پلس ۷ پرو مبایلونه به د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

https://twitter.com/oneplus/status/1128646212289044480?s=20

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د