په «ژوندۍ بڼه» ویډیو خپرولو لپاره د فیسبوک نوي اصول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک؛ په نیوزیلنډ هېواد کې د کرایست چرچ ښار په یوه مسجد کې د زړه بوږنونکې ترهګریزې حملې پر فیسبوک د ژوندۍ خپرونې له کبله ځینې بندیزونه لګیدلي دي.

فیسبوک د یادې پریکړې اعلان د یوه پوسټ له مخې کړی چې په کې د ژوندۍ بڼه خپرونې په اړه د (One strike) نوي اصولو پالیسي پلي کیږي او د سرغړونې په صورت کې به دغه کس لومړی له ژوندۍ خپرونې بې برخې شي او بیا به یې د فیسبوک اکاونټ له منځه ولاړ شي.

فیسبوک په دې اړه وایي: «مونږ پر فیسبوک د ژوندۍ خپرونې سلسله په یوه مثبت فکر پېل کړه چې کاروونکي به له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپل د ژوند روان حالت شریک کړي، خو که چیرې له دې څخه د سخت دریزۍ، ښکنځلو یا بل داسې ټولنیز معیار ضد څیزونه خپریږي، مونږ اړ یو ددې په مخنیوي کې اړین ګامونه پورته کړو».

فیسبوک زیاتوي: «له دې وروسته که څوک یوه ژوندۍ یا بله ویډیو خپروي چې داسې تاو تریخوالی په کې وي کوم چې د ټولنیزو معیارونو څخه سرغړونه کوي او یا هم په کې یوه بل ته ښکنځلې کیږي، لومړی به ددوی پوسټ له منځه ویسو، که دوی بیا هم دغه ډول پوسټونه کوي مونږ به دوی د یوې محدودې نېټې لپاره پر دوی فیسبوک بند کړو (لږ تر لږه ۳۰ ورځې) چې د ژوندۍ ویډیو خپرولو وړتیا به هم نه لري، او په ځینو حالاتو کې مونږ کولای شو پر دغه ډول کاروونکي فیسبوک د تل لپاره بند کړو».

وروسته له دې چې د روان کال په مارچ میاشت کې په نیوزیلنډ هېواد د کرایست چرچ ښار په یوه جامع مسجد کې د جمعې لمانځه پرمهال یوه ترهګر کس پر لمونځ کونکو ډزې وکړې او په پېښه کې یې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي وو، دغه ویډیو پر فیسبوک د یاد کس لخوا په ژوندۍ بڼه خپره شوې وه، چې وروسته فیسبوک له سختو نیوکو او بندیزونو سره مخ شو.

اوس فیسبوک د داسې ویډیوګانو که هغه په ژوندۍ بڼه وي یا نورې، چې تاو تریخوالی، ترهګریز ګروپ سره تړاو او یا هم د ټولنیزو معیارونو خلاف وي په لومړي سر کې حذف او د یاد کس به د ټاکلي مودې لپاره له بندیز سره مخ کړي، خو که دغه کار په تکراري ډول ترسره شي د کاروونکي حساب به د تل لپاره له منځه ولاړ شي.

د فیسبوک مرستیال مشر ګایې روسین ویلي دي چې د یادې پالیسۍ تطبیق به د راتلونکې څو اوونیو پرمهال په سمه توګه پېل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د