زابل: د سیوري ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غويی، ۱۳۹۸ل): راپورونه وایی چې طالبانو په زابل کې پر یوې بلي ولسوالۍ (سیوري) هم برید کړی چې ویل کیږي، تېره شپه ناوخته سقوط شوي ده.

طالب ویاند پرخپله ټویټرپاڼه خبر ورکړی، چې تیره شپه د دوی جنګیالیو د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ مرکز له ټولو امنیتي پوستو سره یو ځای نیولی دی. طالبانو په پیښه کې د ګڼو عسکرو د وژل کیدو خبر هم ورکړی، چې کره شمېره یې نه ده مالومه.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندي طالبانو د زابل د شملزو ولسوالۍ پر مرکز هم برید کړی، او د طالبانو په وینا چې ۵۵ عسکر یې د شملزو ولسوالۍ په جګړه کې وژلي دي.

خو د زابل چارواکي بیا د شملزو ولسوالۍ کې فقط د ۱۳ تنو عسکرو د وژل کیدو خبره مني، د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان وایی، چې طالبانو پر یاده ولسوالۍ برید کړی چې ۱۳ سرتیري یې وژلي او څو نور ټپیان دي.

بلخوا د دفاع وزارت چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د شملزو له مرکز څخه د لیري کولو په موخه یې یې ګړندۍ هڅي پیل کړې او سیمي ته یې تازه دمي هوایي او ځمکني ځواکونه استولي دي.

خو دم ګړی دا لا څرګنده نه ده، چې د شملزو ولسوالۍ مرکز اوس هم د طالبانو په ولکه کې دی، کنه،؟ تراوسه نه طالبانو او نه هم دولت په دې اړه څه وضاحت ورکړی.

که څه هم د کال له شروع نه دفاع وزارت اعلان کړی چې اوس یې ځواکونه له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته وتلي، خو داسي ښکاري چې لاهم دا ډول ادعاوي تبلیغاتي اړخ لري، ولي چې دا په یوه اونۍ کې درېیمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو په لاس سقوط کوي، درې ورځي وړاندي د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ هم طالبانو نیولي او دولتي سرتیرو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د