د سولې عالي شورا: امریکا ته «بین الافغاني مذاکرات» مهم نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د سولې عالي شورا وايي: امریکا له طالبانو سره په واشنګټن پورې تړلي موضوعات مطرح کوي او بین الافغاني مذاکرات هيڅ ورته مهم نه دي.

د سولې عالي شورا غړې «شهلا فرید» تېره ورځ په کابل کې د خپلو خبرو په مهال وویل « اصل مذاکرات باید د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ وشي خو؛ متاسفانه چې طالبان له دې ډول مذاکراتو څخه ډډه کوي».

نوموړې زیاته کړه « د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ په مذاکراتو کې هیڅ رول نه لري او امریکا بیا تر اوسه د افغان دولت سره مذاکرات هیڅ مطرح کړي نه دي او نه هم ورته اهمیت لري».

د شهلا په اند؛ طالبان شاید تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وروسته له نوي حکومت سره خبرو ته غاړه کېږدي خو دا خبرې به هم ډېر وخت ونیسي او په اسانۍ به پایلې ته ونه رسېږي.

یاده دې وي چې؛ د سولې عالي شورا داسې مهال د سولې په خبرو کې ګډ حکومت ګوښه شوی او بین الافغاني مذاکرات نامطرح شوی بولي چې؛ طالبان لا هم له ګډ حکومت سره له خبرو کولو انکار کوي او حکومت د بهرنیانو «غلام» بولي.

بل لوري ته د ګډ حکومت له منځه باخبره سرچینې ادعا کوي چې؛ حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې په بشپړ ډول ګوښه شوی او دیادو مذاکراتو د جزئیاتو په تړاو هیڅ مالومات نه ورکول کېږي چې له امله یې د امریکا او حکومت تر منځ اړیکې ترینګلې شوې.

تبصرې (1)

  • بين الافغانی(د غلام دولت) سره مذاکرات امريکا ته خورا ډير مهم وه تر څو وکولای شی خپل منافق جاسوسان په طالبانو کی ځای کړی دوی خو تل دا ويل چی مذاکرات بايد د غلام دولت په مشری تر سره شی خو داچی طالبانو کرامو و نه منل نو امريکا هم مجبوراََ تر تيره شوه .
    غلامان به اوس پوه شويوی چی امريکايان انډيوالی او دوستی نلری داچی نور به لا څه په وکړی امريکايان هم انسانان دی هغوی په پوهيږی چی دا ټوله خائنين دی تر هغو چی پکار يی وی خپله مزدوری په کوی خو کله چی له کاره ولويدل خپله ک... هم نه په پاکوی .