د امریکا سنا له نړیوالو ځواکونو سره کارکوونکو افغانانو ته ویزې غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د مشرانو جرګه له حکومت هیله لري څو؛ هغو افغانانو ته د ویزو ورکولو په لاره کې قانوني خنډونه لیرې کړي چا چې؛ له امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو سره کار کړی او اوس یې ژوند په خطر کې دي.

د مشرانو جرګې دغه طرحه وروسته له هغه جوړه کړې چې؛ د ټرمپ ادارې له ۶۰ سلنه هغو افغانانو څخه ویزې وګرځولې چا چې؛ له بهرنیانو سره مرسته کړې او له هغوی سره یې په مختلفو برخو کې دندې سرته رسولې.

دغه طرحه چې د جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراټانو له لوري په ګډه جوړه شوې په اساس یې؛ باید افغانانو ته په روان مالي کال کې چې؛ د سپټمبر په دېرشمه نیټه پای ته رسېږي ۴۰۰۰ ویزې ورکول شي.

د مشرانو جرګه وایي؛ له دې طرحې یې موخه داده څو په افغانستان کې له امریکايي او بهرنیو ځواکونو سره د ځايي خلګو ملاتړ پراخ شي او هم د بهرنیو ځواکونو د مرستندویه افغانانو ژوند وژغورل شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان «اسټين میلر» هم له دې طرحې ملاتړ کړی او د مشرانو جرګې ته یې په یوه لیک کې لیکلي چې؛ که چېرې موږ د بهرنیانو په ملاتړو افغانانو باندې ویزې ودروو دا به د هغوی ټولې قربانۍ له منځه یوسي.

یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کې چې واک ته د طالبانو د بیرته راګرځېدلو اوازې ډېرې شوې ګڼ حکومتي چارواکي او له بهرنیانو سره مرستندویه افغانان له هیواده په تېښته دي، دوی د هیواد په اوسني حکومت باور نلري نو ځکه بهرني هیوادونه د ژوند د خوندیتوب یوازیني ځایونه بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

څومره ښه خبر ، دا ويروسونه چی څومره ژر له هيواده ورک شی بهتره ده هلته په امريکا کی به د ژوندانه په عيش و نوش کی ورک شی آخرت به نور هم ځنی هير شی او د قيامت په ورځ به د دين سره د خيانت او د مظلومو افغانانو پوښتنه لدی خبيثو جاسوسانو څخه وشی .