ملګرو ملتونو د داعش ډلې په «خراسان» څانګه بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دولت اسلامي یا «داعش» ډلې «خراسان څانګه» چې په مرکزي اسیا کې فعالیتونه لري، د بندیزونو په لست کې شامله کړې.

دغه بندیزونه چې تېره ورځ وضع شول، داعش پکې یوه ترورستي ډله یاده شوې.

د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت له یادو بندیزونو څخه هرکلی کړی او ادعا یې کړې چې یاد بندیزونه به دداعش ډلې فعالیتونه را کم کړي.

ددې وزارت ویاند «صبغت الله احمدي» په دې تړاو وویل « هر څوک چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوې او د افغانستان د خاورې د بې ثباته کولو هڅې کوي، ترورستان دي او باید د بندیزونو په لست کې شامل شي».

د داعش ډلې «خراسان» څانګه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د داعش د بریاوو د عروج په زمانه کې رامنځته شوه، د افغانستان په ختیځ کې په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې یې ځان ته مرکزونه جوړ کړل چې؛ په لومړي ګام کې یې طالبان له «دینه وتلي» وبلل او د ځايي خلګو په ځورونه یې لاس پورې کړ چې؛ وروسته د طالبانو له لوري سخت وځپل شول.

داعش؛ چې په افغانستان کې د بهرنیانو د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي؛ طالبانو هم په همدې تړاو څو ځل ادعا کړې چې؛ دا ډله د امریکايي او د ګډ حکومت د سرتېرو له لوري تقویه کېږي او هر وخت چې دوی له داعش سره په جګړه اوښتي، امریکایانو او ګډ حکومت سرتېرو هم دداعش په ملاتړ ورته لاس یو کړی او په دوی یې بریدونه کړي.

بل لوري ته د افغانستان د مشرانو جرګې «سنا» یو شمېر غړي هم په ورته باور دي، ددوی په اند داعش په افغانستان کې هغومره فعالیتونه نه لري څومره چې؛ د غربي رسنیو له لوري ورته تبلیغ کېږي، ددې جرګې یوه غړي او دننګرهار د خلګو استازي «عطاء الله لودین» په افغانستان کې د ابوبکر البغدادي د شتون په اړه د بهرنیو رسنیو شایعاتو په اشارې وویل « د داعش مشر په افغانستان کې نشته هغه په داسې یو هیواد کې دی چې له افغانستان سره هیڅ پوله نه لري».

د افغانستان یو بل متقاعد جنرال «جاوید کوهستاني» هم ورته نظر لري، د نوموړي په وینا؛ یو شمیر غربي او ځینې عربي هیوادونه داعش تقویه کوي او ددې ډلې جنګیالي افغانستان ته را لېږدوي.

په افغانانو سربېره  د افغانستان یو شمېر ګاونډي هیوادونه هم د بهرنیانو له لوري د «داعش» د پاللو په برخه کې اندېښنې لري، څه موده وړاندې کله چې؛ بهرنیو او دولتي سرتېرو د داعش ډلې بندیان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل؛ روسیې یې په اړه خواشینې وښوده او په دې تړاو یې وضاحت وغوښت.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رضا
میلمه
رضا

الله ج دی په موگ نور رحم وگی

جميل
میلمه
جميل

غير معقول او تير ايستونکی بنديزونه ، دا نو پدی معنی چی ملګری ملتونه پر خپل مشر(امريکا) بنديز لګوی هههههه. دا احمقان دا ګمان کوی چی خلک ړانده دی او څه نه وينی ، دا چی امريکا له افغانستانه په تيښته ده او دوی ښه پوهيږی چی طالبان کرام به داعشی منافقين په يوه مياشت کی له ټوله هيواده ورک کړی ، ملګری ملتونه غواړی پدی کی يوڅه کريډټ دمخه تر لاسه کړی چی ګوندی زمونږ بنديزونو داعش په خراسان کی ظعيفه کړ حال داچی دوی په افغانستان کی د داعش قوی کيدل غواړی چی خپل زورور حريف طالبان په… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ملګرو ملتو مؤسسه یوه شیطانی او امپریالیسټی مؤسسه ده چي فقط د ځینو نړیوالو استعماری قدرتونو په خدمت کی ده، عراق او سوریه او د هغو هیوادونو باعظمته اسلامی او تاریخی ارزښتمن آثار د داعش د مزدوری او شیطانی ډلی پلاس محو او نابود سوه خو د ملګرو مؤسسه اوس را ویښه سوه.د ټولو موجوداتو لعنت او نفرین دی وی د داعش او د داعش پر استادانو.

مجاهد
میلمه
مجاهد

ملګری ملتونه یعنی د امریکا سره ملګری ملتونه که ورته ووایو هم ناسمه په دی ده چه ملګری ملتونه د امریکا معاش خواره دی ویناوی او کړنی یی د امریکا به دستور او قومانده ترسره کیږی ( هر که نان داد فرمان داد ). دا چه د داعشیانو د خراسان په څانګه یی د بندیز کومه یادونه کړی دا هم د امریکا په قومانده او د داعش د شهرت د پاره لیکلی چه داعش د نړی دومره لوی نړیوال ګوند دی چه ملګری ملتونه یی یواځی د خراسان په څانګه بندیزونه لګوی او په دی واسطه دا هم غواړی مظلوم… نور لوستل »