بغاوت: عقابي جانان

عقابي جانان

سپينې سپينې وايمه ژوند څه کوم
زه ګوره د هيچا پروا نه کوم

حق ته به حق وايمه دا حق لرم
رب سره دا قَوَل او وعده کوه

نور مې له هيچا هم سترګه نه سوځي
زه فقط اللهﷻ لره سجده کوم

ما له ټول جهانه بغاوت کړی
هر د دين دښمن سره جګړه کوم

هر کفري قانون باندې به رد کوم
هم په پاک قرآن به فيصله کوم

هر ظالم، جابر به له ګرېوان نيسم
هر مظلوم سره به ګوزاره کوم

کلک عزم لرمه “عُقابي” يمه
ځکه هر ټپوس باندې حمله کوم