د ویسټ انډیز کربین لیګ بولۍ لپاره «۳۴» افغان لوبغاړي وړاندې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډیز غوره لیګ (CPL) سیالیو بولۍ لپاره د نورو بهرني لوبغاړو سربېره څلور دیرش افغان لوبغاړي هم معرفي شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کربین لیګ بولۍ لپاره چې د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه په انګلستان کې ترسره کیږي شاوخوا څلور دیرش افغان لوبغاړي وړاندې کړي دي.

افغان لوبغاړي به د هغو نورو (۵۳۶) لوبغاړو سره یوځای بولۍ ته وړاندې کیږي چې له شلو بهرني هېوادونو څخه یې نوم لیکنه شوې، دغه لوبغاړي به د یاد لیګ شپږ لوبډلو لخوا واخیستل شي.

په دغه لیست کې چې د افغان کرېکټ بورډ لخوا وړاندې شوي دي پر راشد خان، محمد نبي او قیس احمد سربېره چې په دغه لیست کې لوبیدلي د ملي لوبډلې، نولس کلنو لوبډلې او د کورني کرېکټ ځوان لوبغاړي شامل دي.

راشد خان یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په یاد لیګ کې یې د ویکټو اخیستلو هیټریک کړی دی.

دا به لومړی وار وي چې افغانستان د کوم بهرني سوداګریز لیګ لپاره په دومره زیات شمېر لوبغاړي معرفي کوي، له دې وړاندې د تېر کال پاکستان سوپر لیګ لپاره ۲۸ لوبغاړي معرفي شوي وو خو د کرېکټ بورډ لخوا دغه لیست له بولۍ وړاندې بیرته اخیستل شوی و.

د ویسټ انډیز کربین لیګ لپاره معرفي شوي لوبغاړي:

راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نائب، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، اصغر افغان، قیس احمد، افتاب عالم، فضل حق فاروقي، عثمان غني، رحمن الله ګربز، امیر حمزه، کریم جنت، شاهدالله کمال، ظاهر خان، فطرت الله خاورې، اکرام علي خیل، مسعود نجات، عظمت الله عمرزی، درویش رسولي، فرمان الله ساپی، محمد وقار سلام خیل، شفیق الله شفق، حشمت الله شهیدي، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری، سید شیرزاد، عبد الواسع، دولت ځدران، شاپور ځدران، نجیب ځدران، نور علي ځدران او غمی ځدران.

د یاد لیګ سیالیو د لوبغاړو بولۍ به د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په انګلستان کې ترسره کیږي چې د شلو هېوادونو څخه ورته «۵۳۶» لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده.

یاده دې وي چې د کربین لیګ روان کال سیالۍ به د کرېکټ یو ورځني نړیوال جام څخه وروسته د اګست میاشتې په ۲۱مه نېټه پېل شي او د سپتمبر میاشتې تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د