رونالډو په روژه کې له فلسطیني بیوزلو سره «۱.۵ ملیون یورو» مرسته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د نړۍ مشهور او نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له فلسطیني بیوزلو کسانو سره د یو نیم ملیون یورو چې ۱.۷۰ ملیونه ډالر کیږي مرستې اعلان کړی.

د 9sportpro او سپوتنیک خبري اژانس راپورونو له مخې د پرتګال ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی رونالډو  په نړۍ کې د بیوزلو په مرسته کې ځانګړی نوم لري چې اوس یې یو وار بیا د فلسطیني بیوزلو سره د ۱.۵ ملیون یورو مرسته کړې.

له دې وړاندې په ۲۰۱۲م کال کې کله چې رونالډو د غوره لوبغاړي (د سرو زرو بوټ) جایزه وګټله، اعلان یې وکړ چې ددغه بوټ بیه چې ۱.۵ ملیونه یورو کیده یوه فلسطیني ناروغ ماشوم چې په غزه کې د تداوۍ لاندې و ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د یوونتوس پخوانی او د پاریس ژرمن اوسنی ګولی ( جان بوفون) او همدارنګه رونالډو د فلسطین د مظلوم وولس سره د خواخوږۍ پخاطر په عربی نړۍ کی ډېر طرفداران لری او داسی ښکاری چي د رونالډو دا مرسته به د همدې دریځ د تقوئې په هدف تر سره سوې وی خو سره لدې د رونالدو دا انسانی اقدام د ستاینی وړ دی.