واټساپ مو ژر تر ژره «اپډيټ» کړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پیغام استولو مشهور اپلیکیشن واټساپ له خپلو کاروونکو غوښتي چې د واټساپ کاریال نوی ورژن ژر تر ژره اپډيټ یا اوسمهال کړي.

فیسبوک په تېره نږدې کې منلې ده چې د واټساپ پر کاریال کې یې یوه کمزوري ددې لامل شوې چې بریدګر پر دغه شبکه څارګر سافټ ویر نصب کړي او د کاروونکو تلیفونونو ته په داسې حال کې لاسرسی ومومي چې دوی ته یې لا معلومات هم نه وي.

څو ورځې وړاندې د فیسبوک تر ملکیت لاندې واټساپ خبر ورکړی و چې ځینې بریدګرو د واټساپ پر امنیتي څانګه برید کړی او د یوې لارې د کاروونکو تلیفونونو ته یې لاسرسی موندلی دی.

د راپورونو له مخې دغه سافټ ویر یوه اسراییلي شرکت (NSO) جوړ کړی چې په مرسته یې د خلکو تلیفونونو ته د واټساپ له لارې داخل شوي دي.

دغه امنیتي شرکت چې د اسراییل حکومت لخوا تمویل کیږي د ځینو خبریالانو او ځینو مدني فعالانو د تلیفون هیک کولو کوښښ کړی دی.

اوس فیسبوک له خپل واټساپ کاروونکو غوښتي چې ددې کاریال تازه بڼه انسټال کړي، واټساپ روانه میاشت په خپل نوې بڼه کې دا هم ویلي چې د امنیت پیاوړي کولو لپاره دې نوې بڼه ژر تر ژره انسټال کړل شي.

ویل کیږي چې د پیغام استولو په کاریالونو کې واټساپ یو له هغو څخه دی چې تلیفون، پیغام استول او هم نور غږیز یا ویډیویي فایل استول په کې د نورو په پرتله زیات خوندي وي.

Related image

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د