زابل: د عملياتي کنډک د قومندان په ګډون لس سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د زابل ولايت د عملياتي کنډک قومندان لس تنه سرتيري د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د زابل ولايت د عملیاتي کنډک قومندان قيس احمد تيره ورځ ناوخته د دې ولايت په سيورې ولسوالۍ کې هغه مهال د طالبانو په کمين ور برابر شو چې نوموړی د سيوري ولسوالۍ په مرکز د طالبانو په وړاندې جګړې ته روان و.

طالبانو له نوموړي سره نهه تنه نور سرتيري هم وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

قيس احمد خانشين د ولسوالۍ تورجان هلمندوال ورور و چې تازه د زابل د عملياتي کنډک د قومندان په توګه ټاکل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار خبر ورکړ چې تيره شپه ناوخته يې د زابل ولایت د سيورې ولسوالۍ سقوط کړې ده او په خپله ولکه کې يې اخيستې ده.

ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د يادې ولسوالۍ د سقوط په ترڅ کې يې ګڼ شمير سرتيرو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده او همدا راز يې سپکې درنې وسلۍ او نظامي وسايط نيولي دي.

تر اوسه پورې د زابل امنيتي مسؤلينو په دې تړاو څه نه دي ويلي.