کله چې عرب چا ته پناه ورکړي!

حامد افغان

کله چې له بنو امیه (د امویانو کورنۍ) نه، بنو العباس (د عباسیانو کورنۍ) د قدرت واګې ترلاسه کړې او خلافت ته ورسیدل په نوم د امویانو کورنۍ سړي یې نیول او وژل، نو امویان یو بل خوا وتښتیدل او پټ شول، په دې پټ شویو امویانو کې یو هم د سلیمان بن عبد الملک زوی ابراهیم و، دی تر هغه وخت پټ و څو چې داود له عباسي واکمن ابو العباس السفاح نه امان ورته واخیست، ابراهیم خورا تکړه ادیب، بلیغ او خوله ور سړی و، په وینا او تقریر کې وتلی و، ځکه خو یې د ابو العباس السفاح په دربار کې خورا لوړ مقام ترلاسه کړ.

یو وخت له سفاح سره مجلس کې ناست و، هغه ورته وویل: ته ډېره موده پټ وې، هغه خو ډېرې د سختۍ شپې وې، دې پټ ژوند کې به دې خامخا نادرې لیدلې یي، ته یې یوه راته وکړه، ابراهیم خلیفه ته وویل: امیر المؤمنین! رښتیا هم، ما ډېرې عجیبه کیسې لیدلې دي چې یوه ډېره عجیبه یې درته بیانوم.

هغه داسې چې یو وخت زه یوه کور کې پټ وم، له کړکۍ مې بهر ته لیدل چې اسان او سپاره مې ولیدل، تور بیرغونه ورسره وو او له کوفې نه بصرې ته روان وو، ما له ځان سره کړه چې دا خامخا په ما پسې راوتلې دي، نو له هغه کوره ووتلم او په پټه مې ځان کوفې ته ورسوه. سخت ډاریدم، هک حیران وم چې چرته ولاړ شم او چا ته ورشم، په دې حیرانتیا کې د یوه کور خوا ته ودریدلم، له کوره یو ښایسته سړی راووت، په اس سپور و، ډله ملګري او غلامان یې هم ورسره وو، چې زه یې وازه خوله ولیدلم، راته ودریدی، راته کړه یې: څنګه ولاړ یې زه څه مرسته درسره وکړم؟ مال نابلده یم، څوک مې وژني، ستا کور ته مې پناه راوړې ده.

هغه راته وویل: رادننه شه، کور ته یې دننه کړم، هلته یوه ځانګړې کوټه وه هغه یې راکړه، ول دا به ستا وي چې تر څو دلته یې، هغه کوټه کې یې د ژوند ټول وسایل راته برابر کړل، هر ډول خوراک، څښاک او پوښاک یې راکوه او ډېر په عزت یې ساتلم. له هغه سړي سره اوږده موده پاتي شوم، په الله قسم کوم امیر المؤمنین چې هغه سړي په دومره اوږده موده کې نه دا راته وویل چې ته څوک یې او له چا راتښتیدلی یې!

هغه به هر سهار په اس سپریدی، توره به ورسره وه، بهر ته به ووت، ماښام به ستړی او هلاک راستنیدی، داسې به ښکاریدی لکه څه چې غواړي خو ترلاسه کولی یې نه شي، یوه ورځ مې ورته وویل: زه دې وینم ته سهار وځې او ماښام ستړی راګرځې لکه په څه ورکه پسې چې ګرځې! هغه راته وویل: د سلیمان بن عبد الملک زوی ابراهیم زما پلار وژلی دی! چا راته ویلي دي هغه پټ ګرځي نو زه هغه پسې ګرځم، شونې ده چرته یې پیدا کړم او په دې توره د پلار غچ ورنه واخلم.

ابراهیم بن سلیمان وویل: په الله قسم کوم امیر المؤمنین! چې زه خپلو منډو او بدمرغه قسمت ته هک حیران پاته شوم! زه له مرګه منډې وهم خو هغه د داسې سړي کور ته راغلی یم چې زما د وینو تږی او ټوله ورځ راپسې ګرځي! نو په الله قسم چې له ژونده مې زړه تور شو او مرګ ته مې تلیوار شو، له سړي نه مې پوښتنه وکړه چې پلار دې څه نومیدی او څنګه وژل شوی و، هغه چې کیسه راته وکړه، خبره مې یاد ته راغله، هغه رښتینی و، ما د هغه پلار وژلی و.

نو ورته ومې ویل چې وه وروره ته په ما حق لرې چې د پلار قاتل دې دروښیم او دا کار دې درته اسانه کړم، هغه راته وویل: ته زما د پلار قاتل پېژنې؟! مال هو، پېژنم یې! ول هغه چرته دی؟!! مال هغه زه یم، خپل غچ دې رانه واخله او ما ووژنه! هغه راته وویل: فکر کوم ته له دې پټ ژونده تنګ شوی یې او له ژونده تنګ یې، خو ما ورته وویل چې نه، په فلانۍ ورځ او په هغه خبره مې ستا پلار وواژه، نو هغه یقیني شو چې پلار یې ماوژلی.

کله چې هغه یقیني شو زه یې د پلار قاتل یم، رنګ یې واوښت ، اندامونه یې ولړزیدل او سترګې یې تکې سرې راوختلې! لیږ ځنډ یې سر ښکته واچوه، په فکر کې شو، وروسته یې سر راپورته کړ او راته کړه یې : پلار به مې د اخرت په ورځ پخپله درسره مخامخ شې او د الله په حضور کې یې چې څه زړه غوښتل هغه به درسره کوي، زه خپله وعده نه ماتوم، ما چې پناه درکړې ده په هغه ولاړ یم او ما بښلی یې.

خو ښه خبره به دا وي چې همدا نن زما له کوره ولاړ شه ، ځکه زه په ځان باور نه لرم، وروسته ولاړ شو، له یوه صندوقه یې زر دیناره راوایستل او ما ته یې راکړل چې دا واخله، ته پټ ژوند کوې، پیسې به له کومه پیدا کوې، په دې به ګذاره کوې. ابراهیم سفاح ته وايي : په الله قسم د هغه غوندې سخي او عجیبه انسان ما په ټول عمر نه دی لیدلی. تاریخ مدینه دمشق لابن عساکر

له کیسې د دې عرب ځوان حوصله ، سخا ، نارینه توب او مسلماني ښه معلومیږي، ده کولی شوی د پلار قاتل په ډېره اساني سره ووژني او خپله ینه یخه کړي، ځکه هغه ځان ورته تسلیم کړ، خو په دې صورت کې به نن موږ د ده له کیسې نه خبریدو او نه به ابن عساکر د ده په اړه څه لیکلي و او نه به ابراهیم و چې د سفاح په مجلس کې یې هغه یاد کړی وی، رښتیا هم عرب ډېر داسې عجیبه خویونه لري چې هغه په نورو قامونو کې کم لیدل کیږي، خصوصا په وعده وفا او چا ته پناه ورکول او هغه پاللو کې بېخي کم ساری دي.

له پلرونو به مو اوریدل چې پخوا به که د پښتانه کور ته د هغه د سر دښمن ورغی هم نه یې واژه، بلکې پخپل کور او سیمه کې پر دښمن لاس پورته کول بزدلي ورته ښکاریده، که څه هم اوس زموږ پښتني اخلاق هم کمزوري شوي دي، څه موده مخکې مې واوریدل چې یو ځای د دښمنانو ترمنځ جوړه شوې وه، بیا یې یو طرف ته مېلمستیا کړې وه، د هغه بل لورې شپږ اووه کسان ورته راغلي وو، د شپې یې هغه ټول په خپل کور کې په یوه ځای وژلي وو! متاسفانه دې ته ورته کیسې نورې هم شته، الله مو دې اصلاح کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

حامد صیب روغ او جوړ اوسې ، کله کله د لیکنې لولم او د کتابونو له لیکنو د هم خبر شوی یمه ، الله پاک د روغ او اباد لره ! هغه د امویانو او عباسینو دورې به داسې ژر را نشي هغه وخت اسلام د خدای او رسول لپاره وو خو نن د یهودو او اسلام ددښمنو په یارانه کې غرق او د پیسو لپاره دی، په اسلام مین مخلوق وژل کیږي او تبا کیږي ! په هر صورت امویانو په اروپا کې هم رینیسانس خپور کړی وو اوبې ساري عدالت یې لاره په دربار کې یهودو ، عیسویانو… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د امویانو او عباسیانو د کړنو د تشریح د هضم او تحمل توان په لوستونکو کی نه وینم خو پر دې ټکی ټینګار کوم چي په ډېرو تاریخی داستانونو کی د عبرت ستر درسونه نغښتی دی چي باید په جدّی توګه پاملرنه ورته وسی. مثلاً په پورته داستان کی د بخښنی او میلمه پالنی او پناه پالنی ښکلی درسونه پراته دی البته د بن لادن سناریو لدې اصولو څخه مستثنا ده، بن لادن نه زموږ میلمه ؤ او نه ئې موږ ته پناه راوړې وه بلکه هغه یو مأمور ؤ.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هغه حامد افغان صاحب جه زه پیژنم، مجاهد او عالم شخصیت دی، مونږ ورسره څو کلونه دمخه د همدی نن ټکی اسیا په تسلسل ملګری شوی څه لکه ورونه وو وخت ناوخت به مو چاټ او ایمیلو کی بنډار سره درلود علمی خبری به مو تری زده کولی تر دی چه یوه ورځ یی راته ولیکل چه د یو څه وخت او یا کیدی شی دایمی له تاسی جلا شم. خوله مو وازه باتی شوه چه دا څه وشول زمونږ څخه خو به نه وی خوابدی شوی ، مجبور مو کړو چه ولی داسی څه لیکی ؟ بلاخره یی وویل… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

افغان صاحب اوس هم همهغه پښتانه شته کوم چی ستاسو محترم پلاريی يادونه کړی که تر هغو کلک نه وی ترهغو په کمه خو ګرسره ندی .
دی غښتلی عرب يوازی خپل د پلار خون يا قصاص وبخښی خو اوسنی عجم افغانانو د يوه عرب لپاره نه يوازی خپل مقامونه او کورونه د لاسه ورکړل بلکی ترخپلو سرونو هم تير شول .